د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

څنګه افغان انتخابات په لویدیځ د خلکو نظریات بدلولای شي؟


د حمل د شپاړسمې عمومي انتخابات چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کميسون په وينا په کې له اوه ميليونو ډيرو خلکو برخه اخيستې وه، د ملګرو ملتونو په شمول ډيرو هېوادونو ستايلی دی.

ملګرو ملتونو پرون يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دې ادارې سرمنشي بانکي مون افغان رايي ورکوونکو ته په کاميابه توګه شوو انتخاباتو مبارکي وويله.

ښاغلي مون په لومړي ځل په ديموکراتيکه توګه د قدرت د انتقال لپاره د افغانستان دغه انتخابات تاريخي او مهم ګام بللى دى.

څيړونکي وايي، دې انتخاباتو او ديموکراسی لپاره د خلکو تندې وښودله، چې نړېواله ټولنه بايد افغانان يوازې نه کړي او په خپلو پښو درولو لپاره ورسره مرستو ته دوام ورکړي.


د سياسي چارو کارپوه غفور ليوال ازادۍ راډيو ته په دې اړه وويل، چې که د نړېوالو مرستې په افغانستان کې د ځينو اشخاصو له خوا بې ځايه تللې وي هم، په کار ده چې ټول افغان ملت په دې ونه نيول شي او نړېوال بايد په دې وپوهيږي چې د افغانستان ملت په داسې حال کې نه دی چې يوازې دې پريښول شي:

″د نړېوالو مرستې که د ټوپک سالارانو، جګړه مارانو او تنظيمي کسانو له خوا حيف شوي دي هم په دې کې ملت مقصر نه دی.

په دې انتخاباتو کې د افغانستان خلکو وښودل، چې دوی ډيموکراتيکو ارزښتونو ته وفاداره دي.″

تر دې انتخاباتو مخکې د واشنګټن او کابل ترمنځ پر امنيتي تړون چې له مخې به يې ځينې بهرني پوځيان د دې کال وروسته هم افغانستان کې پاتې شي، تر ډيرو بحثونو وروسته هم کومه اخري فيصله نه وه شوي.

جمهور ريس حامد کرزي د دې تړون د امضا لپاره دا شرط ايښی وو، چې امريکا دې اول افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د امنيتي چارو کارپوه پخوانی جنرال امرالله امان ازادۍ راديو ته په دې اړه وويل، چې د افغانستان راتلونکي جمهور رييس به د خپلو خلکو ګټو ته په کتو سره له امريکا سره دا تړون امضا کړي:

″افغانستان په اوسني حالاتو کې و، امنيتي تړون ته اړتیا لري او هر کانديد ويلي دي چې زموږ به په اولو ځلوېښتو ورځو کې هم دغه کار وې چې موږ به له امرېکا سره امنيتي تړون لاسليک کوو.″

د افغان چارواکو په وينا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته اوس افغانستان يو منتخب پارلمان او اساسي قانون لري.

په ميليونونو زده کوونکي مکتبونو ته ځي، د لويو ښارونو او ولايتونو ترمنځ لويې لارې جوړې شوې، صحي خدمات زيات او خوا او شا درې نيم لکه افغان امنيتي ځواکونه موجود دي.

د افغانستان د پارليمان غړې شکريه بارکزۍ ازادي راډيو ته وويل:

″افغانانو چې خپله ملي حماسه د دې انتخاباتو په صورت کې وښودله بايد ددې سبب شي چې د نړی هيوادونه خپلې مرستي نوری هم له افغانانو سره زياتې کړي.″

هغې زياته کړه، چې دې انتخاباتو ته په کتو سره به اوس بين المللي ټولنه پوهه شوي وي، چې په افغانستان کې د دوی کاراو کوششونه بې ځايه نه وو.

د هغې په وينا اوس بايد نړېوال افغانانو سره د جګړې د ختم او امنيت ساتنې په برخه کې همکاري ډيره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې لا هم د وسله والو طالبانو جګړه دوام لري او تر اوسه د سولې عالي شورا کوششونو کومه خاص نتيجه نه ده ورکړې.

افغان چارواکي په هېواد کې د بدامنۍ لپاره پاکستان تورنوي چې په وينا يې طالبانو سره مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG