د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

محسني: د انتخاباتو په اړه څه باندې ۳۰۰۰شکایتونه را رسیدلي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو په اړه یې څه باندې درې زره شکایتونه ور رسیدلي دي.

د دې کمېسیون ویاند د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا شکایتونه دوي ته په کتبي او شفاهي ډول رسیدلي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې د انتخاباتي شکایتونو د ثبت د پروسې له پای ته رسیدو سره سم یې د دې شکایتونه څیړنه پیل کړې.

د دې کمېسیون غړي او ویاند نادر محسني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د تیرې شپې تر دولسو بجو چې د شکایتونو د ثبت وخت ختم شو، دوی ته ۳۱۰۳ بیلابیل ټیلیفوني او رسمي شکایتونه ور رسیدلي دي.

ښاغلي محسني وايي، په دې کې ۱۵۰۳ شکایتونو د ټیلیفون له لارې او ۱۵۷۳ شکایتونه یې په رسمي او کتبې ډول ورسیدلي دي.

نوموړي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتي سرغړونو او درغلیو په اړه دي داسې وویل:

″په مجموع کې کوم شکایتونه چې په رسمي ډول موږ ته را رسیدلی دي د هغې له جملې څخه ۲۲۸ شکایتونو د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه، ۵۷۳ شکایتونو د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه او ۷۷۲ شکایتونو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کارمندانو په اړه ثبت شوي دي.″

خو ښاغلی محسني وايي، چې د افغانستان له پینځو ولایتونو څخه پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه شکایتونو موجود دي.

نوموړی زیاتوي، چې په هرات ولایت کې یوازې اته ویشت بېلابېل شکایتونه د انتخاباتي سرغړونو په اړه شوي دي.

محسیني وايي، چې یو شمېر شکایتونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسولینو او کارکوونکو په اړه هم ثبت شوي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون چارواکي وايي، ښايي د شکایتونو له هغو فورمو سره د شکایتونو شمېرلا زیات شي چې د کاندیدانو څاروونکو انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارلي دي.

په یو شمېر سیمو کې د رایو د مرکزونو نشتوالی، د رایې پاڼو ختیمدیل، له جدي شکایتونو څخه ګڼل شوي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي، که چېرې د انتخاباتې شکایتونو کمېسیون خپلې غونډې په علني ډول ترسره کړي نو دا پروسه به د انتخاباتو پر شفافیت اغیز وکړي.

د دې موسسې اجرایوي مشر جانداد سپین غر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته په دې مرحله کې پکار ده، څو خپلې غونډې د قانون له مخې په علني ډول د ناظرینو او رسنیو په موجودیت کې جوړې کړي، دا علني غونډې کولای شی څو د دې کمیسیون کار شفافه وي او هم کاندیدانو ته لازمه ده چې په دقت سره خپل معلومات کمېسیون ته وړاندې کړي څو کمېسیون عادلانه فیصله وکړي،که چیرې دغه کارونه کمېسیون وکړي نو کامیابه وي،خو کې په دې مواردو کې غفلت کیږي هغومره پر دې پروسې منفې اغېزې ولري.″

تر اوسه معلومه نه ده چې د انتخاباتي شکایتونو څیړنه به د شنبې د ورځې د انتخاباتو په نتایجو کوم تاثر ولري او که نه.

د دوه زرو نهم کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د شکایتونو په اساس څه باندې یو ملیون رایې باطلې شوې وې چې له امله یې انتخابات دویم دور ته ولاړ چې بیا یې دوم دور ونه شو.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG