د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۴

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د ميدان وردګ په سيد اباد ولسوالۍ کې دوه دولتي کارکوونکي د ولسمشرۍ يوه مشخص کانديد ته د درغلۍ په تور ونيول شول.
په پکتيا کې خلک شکايت کوي چې زورواکي يې دې ته اړ باسي چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي.
د ازادۍ راډيو يوه اورېدونکي شريف شاه شريف ليکلي، د ميدان وردګ له سيد اباد ولسوالۍ پرته د ولسوالۍ په نورو سيمو کې د رايو ورکولو مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
د ولسي جرګې استازې شکريې بارکزۍ ازادۍ راډيو ته وويل، د رايې ورکول د خلکو د حاکميت معنى لري

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG