د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۵

ربوټ جوړونکي افغان ځوانان

اوس که د ورزش برخه وي او که علمي میدانونه، افغانو ځوانانو په دې وروستیو کې ښې لاس ته راوړنې درلودلي دي. نن موږ د ځوانانو له خوا د ځينو اختراعاتو په اړه غږیږو، د دوی دغه کار څومره مهم او ګټور دی؟ او څومره اسانتیاوې رامنځ ته کولی شي؟

څه موده مخکې مو په تاندې څانګې کې یو کندهاری ځوان بشیراحمد دروپيژاند چې درې اختراعات یې کړي وو، لمریز یخچال، ریموټ کنټرول ګروپ او دریم یې هم د میتان (بایو) ګاز اله جوړه کړې وه.

له رسنیو به مو د هغه افغان ځوان په اړه هم اوریدلي وي چې الوتکه یې جوړه کړې وه.خونن مو د کابل د پل تخنيک پوهنتون د کمپيوټري ايجينري انفرامیټيک پوهنځي د ۱۳ فارغانو له څو اختراعاتو خبروو.

ځوانانو دوه ربوټونه او څو نور ګټور آلات جوړ کړي دي. له دې پوهنځي یوه تازه فارغه شوي محصل سلطان حسين محمدي د یوه ټولګیوال په مرسته ټانک ته ورته داسې ربوټ جوړ کړی چې لکه بې پېلوټه الوتکې له لرې کنټرولېدلی شي، دی وايي:

″موږ په پوهنتون کې د (ربوټيک) په نوم یو مضمون درلود، نو د همدې لپاره مو پخپل وروستي کال د ربوټ په جوړولو کار وکړ، یاني پراتکتيکي پروژه وه. دا ربوټ چې په وروستيو پنځو میاشتو کې مو جوړ کړ(ځيرک ټانک) نوميږي، چاینداره ټانک ته ورته وړوکی ټانک دی.

په لاره کې له خنډونو ځان په څنګ کوي او خپل ټاکل شوي هدف ته ځان رسوي.

موږ سره کیمره نه وه کنه نو که کیمره پکې ځای په ځای شي نو په مرسته یې له لرې یوه سيمه ښه څارلی او عکسونه یې اخيستلی شو.

د دې لپاره چې موږ سره د وسایلو کمبود و نو له نږدې ۲۰ متره لرې واټنه د ریموټ په مرسته کنټرولیږي او لکه د بې پېلوټه الوتکې په څېر یې د کمپيوټر په مرسته هم کنټرولولی شو، خو که وسایل ولرو نو دا فاصله زیاتیدلی او دا ربوټ لا قوي کیدلی شي.″


دې ربوټ ته ورته بل ربوټ د پوځي جيپ بڼه درلوده چې تهمینه جلال هاشمي له خپل ټولګیوال محمدرضانورزاد سره په ګډه جوړ کړی و، خو د دوی یوه بل ټولګیوال صديق الله پوپلزي بیا د ترافيکي اشارو د کنټرول آله جوړه کړې وه، دی وایي چې افغان ځوانان اوس دا توانايي لري چې ګټور څه رامنځ ته کړي.

مونیکاحیدري هم له دې یاني د کمپيوټري ايجينري پوهنځي سږکال فارغه شوه، دې بیا د یوې کوټې د اتومات کولو سيستم جوړ کړی دی، هغه د خپل کار په اړه وايي:

″هغه پروژه چې ما کار ورباندې کړی، د یوې کوټې اتومات کول وو. یاني ما داسې یو سيسټم جوړ کړی چې کله یو څوک دې کوټې ته ننوځي نو د دې سيسټم په مرسته په کوټه کې موجود ګروپ، پکه، اي سي...یاني هر څه پخپله کار پيلوي، د ( اي سي) کار د سانتي ګراد په کچې پورې تړلی دی، که د کوټې هوا توده وي نو (اي سي) پخپله چالانیږي او که هوا سړه وي نو توديږي. داسې څه پخوا په افغانستان کې چا نه و جوړ خو موږ جوړ کړل. هو، یوه خبره ده چې د داسې کارونو لپاره د وسایلو له کمبود سره مخ یو، چې په دې برخه کې له دولته مرسته غواړو.″

کله کله د داسې اختراعاتو خبرې په سر کې ډیرې تودې وي خو وروسته بیا ورو ورو له یاده ووځي، ياني پر هغو اختراعاتو بیا له سره کار نه کیږي، خو سلطان حسين محمدي چې ټانګ ډوله ربوټ یې جوړ کړی دی وايي چې موږ به په راتلوونکي کې له سره او ښه کار پرې کوو، دی زیاتوي چې د دې ربوټ د سيسټم په مرسته په طبي برخه کې هم ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کیدلی شي:

″دا ربوټ د تغیر وړ دی، داسې نده چې په همدې شکل به پاتې شي، تر موږ وروسته که نور محصلان راشي؛ هغوی هم کار پرې کولی شي او پراختیا ورکولی شي.

زما زړه دی چې دا ربوټ لا قوي جوړ کړو، په نظامي او په ځانګړي ډول په طبي برخه کې لوی کار ترې واخلو. ماسره داسې فکر دی چې که د همدې ربوټ سيسټم موږ د معلولانو یا ناروغانو په چوکیو کې ځای پر ځای کړو، نو یو ډاکټر به له لرې واټنه یاني له خپلې کوټې ناروغ د خپلې خوښې ځای ته بیولی او راوستلی شي. داسې ډیرې مفکورې راسره شته خو که دولت راسره مرسته وکړي او د وسایلو اسانتیاوې راته برابرې کړي.″


صديق الله پوپلزی بیا د دا ډول ربوټونو اختراع د نظامي برخې لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بولي او وايي چې د داسې ربوټونو په مرسته موږ په نظامي چارو کې د انسانانو د وژلو مخه نیولی شو.

پوپلزی زیاتوي، د همداسې اختراعاتو برکت و چې انسانان تر سپوږمۍ او سپوږمکیو ورسېدل، نو که په داسې اکاډميکه کارونو کې له افغانو ځوانانو سره مرسته وشي؛ د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو سره سیالي کولی شي.

دا او د تاندې څانګې نورې خپرونې چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:39 0:00
مستقیم لېنک



www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG