د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

شګوفه: زه به رایېه ورکوم، هیڅ خبره زما مخنیوی نه شي کولای


د کابل ښار اوسیدونکي شګوفه اویا کلنه ده. تقریبا یوه اونۍ کېږي چې دا سهار په پینځه بجې له کوره وزي او د کارت اخیستلو لپاره په شاه شهید کې د انتخاباتو د دفتر مخې ته په نوبت کې دریږي.

په کابل کې د ازادي راډيو خبریال وايي:

″شګوفې له شنو چایو ډک ترموز او وچه ډوډۍ له کوره ورسره راوړې ده.

د چایو پیاله مخې ته ايښې او خپل نوبت ته انتظار ده څو د رايې کارت واخلي.″


په کابل کې د نوم ثبتولو او د رایې کارتونو د ویش د دې مرکز په وړاندې ګڼ شمېرخلک په نوبت کې ولاړ دي او دا پروسه ښايي ساعتونه – ساعتونه وخت ونیسي.

د اپریل لومړۍ ورځ د افغانانو لپاره د نوم ثبتولو او د رایې کارت اخیستلو وروستۍ ورځ وه.

شګوفې ته ورته نورسل هاوو افغانانو چې کارتونه یې نه وو اخیستي، سره له دې چې امنیتي وضعیت ښه نه دی، پرون په کارتونو پسې له کورونو را وتلي وو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې درې میلیونه او اته لکه افغانانو ته یې د راییو نوي کارتونه ورکړي چې دریمه برخه یې ښځې دي.

دا اندازه د افغانستان په څيرهېواد کې چې ښځې په عمومي ډول له فکري او فزیکي پلوه له تبعیض او تشدد سره مخامخ دي، د پام وړ ده.

د ازادي راډیو خبریال وايي، اویا کلنې شګوفې چې ځان یې په تور پړوني کې پیچلی وو، ویل چې د خپل نظر څرګندولو لپاره د رایې کارت اخلي د دې کار لپاره له هیڅ ډول تهدیده نه ډاریږي:

″ښځې تعلیم نه لري او غږ نه شي پورته کولای. دا د ډيرو کلونو جګړې اثر دی. کله چې جګړه وي او نور خلک وژل کېږي نو زه د ځان د مرګ او ژوند پروا نه کوم.

زه به رایېه ورکوم. هیڅ خبره زما مخنیوی نه شي کولای.″


شګوفه او دې ته ورته یو شمېر نورې افغانې ښځې ویره لري چې په انتخاباتو کې د دوي کمزوری ګډون به هغه پرمختګونه چې په تیرو دولس کلونو کې شوي په اوبو لاهو کړي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د محدودولو هڅې تر انتخاباتو ډيره موده مخکې پيل شوې وې.

په ځيني مواردو کې ان په ملي شورا کې ښځې هم ونه توانیدې چې د دې هڅو مخنیوی وکړي.

مثلا، په ولایتي شوراګانو کې د ښځو ونډه راکمه شوه.

شګوفې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چې د افغانو ښځو د حقونو په برخه کې د شویو پرمختګونو د خوندي ساتلو لپاره به راییه ورکوي:

″یو شمېر ښځو تعلیم وکړ او یو څه پرمختګ وشو خو زیاتي نجونې لا هم په کورونو کې دي او د غاليو له او ډلو پرته بل کار نه شي کولای.

زه د دې نجونو د ژوند د ښه کولو لپاره رایه ورکوم.″


د افغانستان د ولسمشرۍ زیاتو کاندیدانو په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د ښځو د رول پراهمیت ټينګار کړی او لږ تر لږه درېیو کاندیدانو ښځینه مرستیالانې غوره کړې دي.

په دوي کې یوه د بامیان پخوانۍ والي حبیبه سرابي ده چې د کاندید زلمي رسول دوهمه مرستیاله معرفي شوې.

که چېرې زلمي رسول انتخابات وګټي نو د افغانستان د ولسمشر دوهمه مرستیاله به یوه ښځه وي.

حبیبې سرابي د ښځو د تشویق په خاطرد زلمي رسول په زیاتو تبلیغاتي غونډو کې برخه واخیسته، ښځې يې هڅولې چې کارتونه واخلي او د راتلونکې په اړه په پریکړه کې ځان شریک کړي.

د ازادي راډيو خبریال له کابله وايي، د نورو کلونو په پرتله دا وار ډيرو ښځو په انتخاباتي غونډو او د کاندیدانو په تبلیغاتي پروګرامونو کې برخه درلوده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلې سحر د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چې د ښځو غوښتنو ته باید پام وشي:

″موږ مهمې یو او ډيره توقع لرو چې باید په پام کې ونیول شي.

اوس باید د ښځو او نرو حقونه مساوي په پام کې ونیول شي.″

اویا کلنې شګوفې هم ورته خبره کړې او د ازادي راډيو خبریال ته یې ویلي، چې بې امنیتي یا بل هیڅ دا په انتخاباتو کې له ګډونه نه شي منع کولاي.

د ازادي راډيو خبریال وايي، شګوفې تر پينځه ورځې نوبت وروسته، بلاخره د سه شنبې په ورځ د رایې کارت واخیست.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، چې تقریبا پينځه دیرش فیصده نوي کارتونه ښځو اخیستي دي.
XS
SM
MD
LG