د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۳۲

د نیالګیو د ایښودو ارزښت


د کرنې د وزارت مسول کسان وایي چې؛ دوی هرکال په زرګونو نیالګي خلکو ته ورکوي چې؛ په خپلو سیمو کې یې کیږدي، د یاد شوی وزارت کارکونکي هم په هغو ځایونو کې نیالګي کیږدي چې ورته تاکل شوی وي، خو عام خلک لکه څنګه چې پکار دي هغسې د نیالګیو ساتنه نه کوي او نه هم د نیالګیو له ایښودلو سره علاقه ښيي.

د لغمان له اوسیدونکی متین نه مو د نیالګیو د ارزښت په هکله پوښتلي هغه وایي، چې ده خپله په سواوو نیالګي د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې ایښي.که د نیالګیو او شنو بټو په ارزښت څومره هم خبرې وکړو بیا هم کمي دي.

د ننګرهار اوسیدونکی عصمت اله وایي، چې د نیالګیو د ارزښت په هکله د خلکو ناپوهي د دې لامل دی چې هغوی شنه بوټي او نیالګي نه ږدي او نه یې هم ساتي.

د نیالګیو د یښودلو ګټه نه یوازې انسانانو بلکې حیواناتو او الوتونکو ته هم رسیږي.

محمد امان امان یار وایي، چې د دفتر مخې ته یې مرغۍ په ونه کې ځاله جوړه کړې یانې ونې د الوتونکو لپاره کور دی.

ځیني کسان بیا په خپله سیمه کې نیالګي ځکه نه ږدي چې وایي کافي اوبه نه لري، امان یار وایي، چې دا بهانه نه شي کیدلای داسې نیالګي هم شته چې ډیرې کمې اوبه غواړي.

یوازې د نیالګیو په ایښودلو سره زموږ مسولیت نه خلاصیږي، له ایښودلو نه یې وروسته بیا ساتنه ډیره مهمه وي.

د کابل اوسیدونکی جمال وایي، چې په اکثره ځایونو کې شنه بوټي او نیالګي بیرته ویستل کیږي.

امان اله بیا وایي، چې که ماشومان د نیالګیو په ارزښت وپوهول شي بیا هیڅکه تاوان نه ورته رسوي.

لیکونکې- فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG