د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

کونړ ولايت


د ازادي راډیو په دې ولایت په ولایت پروګرام کې مو د کونړ والي شجاع الملک جلاله مېلمه دی.
کونړ د افغانستان په ختیځ کې د نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو او پاکستان سره پوله لري.
د کونړ مساحت درې زره درې سوه نهه دېرش کیلومتر مربع دی، مرکز یې اسعد اباد دی او برکونړ، چپه دره، دانګام، پېچ دره، غازي اباد، خاص کونړ، مروره، ناړۍ، څوکۍ، شیګل او شیتل، سرکاڼي او وټه پوره یې ولسوالۍ دي.
کونړ، زیاته کرنیزه مځکه نه لري خو د افغانستان په سحه ډېر ځنګلونه او دغه راز د اوبو د بندونو لوړ ظرفیت لري.
د کونړ پر سین د بندونو د جوړېدو خبرې کېږي خو عملاً څه نه دي لیدل شوي. د کونړ په اړه یو شمېر اورېدونکو د فېسبوک له لارې پوښتنې کړي چې د خپرونې په ترڅ کې به یې د دغه ولایت له والي شجاع الملک جلاله سره شریکې کړو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:50:23 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG