د عفوې نړېوال سازمان غوښتنه کړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان باید بشري حقونو ته د خپلو کمپاینونو د اجنډا په سر کې ځای ورکړي.
دې سازمان په یوه بیان کې ویلي د افغانستان راتلونکی حکومت باید د جګړې له کبله د بشري حقونو سرغړونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د تشدد ستونزو ته جدي پاملرنه ورته وکړي.
د عفوې نړېوال سازمان- اېمنسټي انټرنېشنل په هغه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ولاړ کاندیدان باید ضمني مسایل پرېږدي او د بشري حقونو مسالې ته د خپلو کمپاینونو د اجنډا په سر کې ځای ورکړي.
په بیان کې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته اوه مهمې سپارښتنې شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښېګڼې لپاره مهمې بلل شوي.
په دې سپارښتنو کې د افغانستان د بشري حقونو د نړېوالو مکلفیتونو عملي کول، د افغان او نړېوالو ځواکونو له جنګي جرایمو سره حساب کتاب او د ښځو او نجونو د بشري حقونو د خونديتوب یادونه په سر کې شوې.
د عفوې د نړېوال سازمان په نورو سپارښتنو کې په تېر وخت کې له بشري حقونو د سرغړوونکو او د جنګي جنایتکارانو په وړاندې د معافیت ختمول، د بیان د ازادۍ یقیني کول، د کورنیو بېځایه شویو د ستونزې د حل ترڅنګ د کورنیو بې ځایه کېدلو د بهیر مخنیوی او د افغانستان په قوانینو کې د اعدام د حکم له مینځه وړل شامل دي.
د اېمنسټي انټرنېشنل په بیان کې د دې سازمان د افغانستان د برخې د څېړونکې حوریې مصدق له قوله لیکل شوي چې وايي، د جګړې اړوندې د بشري حقونو سرغړونې او د ښځو او نجونو په وړاندې د تشدد وېروونکې کچه د بشري حقونو د ډېر ناوړه حالت یوازې دوه مثالونه دي چې راتلونکی حکومت باید پاملرنه ورته وکړي.
بیان زیاتوي، چې په افغانستان کې د تېرو وختونو د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جنایاتو په وړاندې تقریبا بشپړ معافیت پرځای پاتې دی.
د عفوې نړېوال سازمان وايي، د ولسمشرۍ د کاندیدانو او د هغو د مرستیالانو په ډله کې ګڼ شمېر کسان شته چې په دې ډول جنایاتو کې د لاس لرلو له جدي تورونو سره مخامخ دي.
مېرمن مصدق وايي، اېمنسټي انټرنېشنل ژوره اندېښنه لري چې د انتخاباتي کمپاینونو دوره به پر کاندیدانو او رای ورکوونکو د غچ اخیستنې د اقداماتو خونړۍ دوره وي.
مېرمن مصدق وايي، حکومت او نړېوال متحدان یې باید د هغو عامو افغانانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي چې غواړي خپل سیاسي نظریات څرګند کړي.
اېمنسټي انټرنېشنل وايي چې په افغانستان کې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د بشري حقونو له پرمختګونو څخه انکار نشي کېدای خو دا سازمان ټینګار کوي چې لاهم د میلیونونو افغانانو د بشري حقونو حالت خواشینوونکی دی.