د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د ازادۍ راډيو او ملي راډيو ټلويزيون لومړۍ ملي مناظره


د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د ۱۱ کاندیدانو ترمنځ د مناظرې لومړۍ برخه نن له ازادي راډیو، ملي راډیو تلویزیون او د ازادۍ راډیو له ویبپاڼو په مستقیم ډول خپره شوه.
په دې مناظره کې، چې د افغانستان په وخت د مازدیګر له څلورو د ماښام تر ۶ بجو یې دوام وکړ، عبدالرحیم وردک، داوود سلطانزوی، قطب الدین هلال او ګل اغا شېرزي ګډون درلود.
د مناظرې چلوونکي او ازادي او مشال راډیوګانو مشر اکبر ایازي وویل چې د ولسمشرۍ ټولو ۱۱ کاندیدانو ته په مناظره کې د ګډون بلنه ورکړای شوې وه خو دوو کاندیدانو ښاغلیو عبد الله عبدالله او عبدالرب رسول سیاف حاضر نه شول چې په دې مستقیمه خپرونه کې ګډون وکړي.

دغه مناظره په بشپړه توګه دلته اورېدلاى شئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 1:48:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG