د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ویسا: انتخاباتي کمپاینونه پیل شول، دا ګز او دا میدان


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتي کمپاینونو د پیل په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

د نورو ورځو پرخلاف د اکثرو ورځپاڼو لومړي مخونه د نورو مطالبو پرځای د انتخاباتي کمپاینونو په اعلانونو ډک دي.

په دې اعلانونو کې د ولسمشر د کاندیدانو، د هغوی د مرستیالانوعکسونه او ورسره انتخاباتي شعارونه لیدل کیږي. د اکثرو ورځپاڼو سرمقالې هم په همدې مسالې دي.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، انتخاباتي کمپاینونه پیل شول، دا ګز او دا میدان.

په سرمقالې کې راغلي، چې کمپاینونه باید یوازې د رنګه پوسټرونو، تصویرونو او د غونډو په جوړولو خلاصه نه شي، بلکې داسې یوه پروسه ترې جوړه شي چې ولس ټول کاندیدان او پروګرامونه یې په ریښتینې معنی وپیژني.

ویسا لیکلي خدای دې وکړي چې په دې کمپاینونو کې د سمتي او قومي ګټو پرځای د ملي ګټو پر اساس طرحې وړاندې شي.

په سرمقالې کې راغلي د هېواد د مشرتابه دعوه داران باید ولس ته د دروغو شعارونه تکرار نه کړي او په غیر عملي اجنډاوو ولس تیر نه باسي.

محور ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کمپاینونو مساله څیړلې ده.

محور لیکلي د ولسمشرۍ کاندیدان په دې کمپاینونو کې له دوو مراجعو سره مخ دي، یو ولس او بل نړیوال.

په سرمقالې کې راغلي ځینو کاندیدانو له نوم لیکنې راهیسې د ولس پر ځای نړېوالو ته مراجعه کړې او راشه او درشه یې ورسره شروع کړې ده.

خو د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې ولس د دیموکراسۍ اصل جوړوي او په راتلونکو انتخاباتو کې به دوی برخلیک ټاکوونکی رول لري.

محور په خلکو غږ کړی چې د کاندیدانو شعارونو ته ځیر و اوسي.

ورځپاڼې لیکلي چې په تیرو انتخاباتو کې ځینو کاندیدانو داسې شعارونه هم ورکړي دي، چې یا یې قانوني صلاحیت نه و او یا یې هم په افغانستان کې د ترسره کیدو لپاره امکانات نه وو.

د انیس ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی: ښه پروګرام، ډیره رایه.

انیس لیکلي خلک هیله لري چې د جمهوري ریاست کاندیدان به داسې پروګرامونه ورته وړاندې کړي چې د دوی د سیاسي- اجتماعي ژوند ټول اړخیرونه پکې شامل وي.

په سرمقالې راغلي، له همدې امله هر کاندید چې ښه پروګرامونه وړاندې کړل ډيره رایه به خپلوي.

سرنوشت ورځپانې په خپلې سرمقالې کې د انتخاباتي کمپاینونو په مخ کې پرتې ستونزې څیړلي دي.

په سرمقالې کې راغلي ناامني به ددې کمپاینونو په مخ کې یوه لویه ستونزه وي.

په ځینو سیمو او ولایتونو کې یخني بله ستونزه په ګوته شوې.

په سرمقالې کې په انتخاباتي کمپاینونو کې د دولت نفوذ د لاسوهنې خطر ته هم اشاره شوې او په پای کې د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال د انتخاباتي اخلاقو په مراعتولو ټینګار کړی چې ښايي ځینې کاندیدان ترې سرغړونه وکړي.
XS
SM
MD
LG