د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه د امنیې قومندانانو ژمنې


د افغانستان د کورنیو چارو وزیرد ولایتونو له امنیې قومندانانو وغوښتل چې د انتخاباتو امنیت ته کار وکړي او په انتخاباتو کې خپله بې طرفي حفظ کړي.

محمد عمر داوودزي دغه څرګندونې نن( چهارشنبه) په کابل کې د امنیې قومندانانو د یوه پنځه ورځني روزنیز سیمینار په پای کې وکړې.

د ډیموکراسۍ انټرنیشنل موئسسې مسئولین بیا وایي چې؛ په انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو لاس وهنه د اندیښنې وړ ده او باید چې کورنیو چارو وزارت یوازې په ژمنو اکتفا ونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د ولایتونو امنیې قومندانان به د راتلونکو انتخاباتو امنیت ته کار کوي او چاته به د دې اجازه نه ورکوي چې په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.

د کورنیو چارو وزیرعمر داودزی وایي، د حکومت وسله وال مخالفین هڅه کوي چې انتخابات ګډوډ کړي، خو ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه کولای شي د مخالفینو پلانونه شنډ کړي.

ښاغلي داودزي د چهارشنبې په ورځ د ولایتونو د امنیې قومندانانو د پنځه ورځني روزنیز سیمینار په پای کې د ولایتونو له امنیې قومندانانو وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې بې طرفه پاته شي:

"په ښکاره دا اعلانوم او له تاسو څخه هم نن دا تعهد اخلم چې انتخابات ترسره کیږي، موږ ټولو دا هم ومنله چې په انتخاباتو کې بې طرفه پاته کیږو، د هیڅ یوه کاندید په ګټه او زیان کار نه کوو، چاته د دې اجازه هم نه ورکوو چې په دې بهیر کې لاس وهنه وکړي."

د امنیې قومندانانو لپاره په کابل کې پنځه ورځنې سیمینار د ستونزو د هوارولو او د راتلونکو انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره جوړ شوی وو.

د سیمینار ګډونوالو په یوه پریکړه لیک کې وویل، چې د انتخاباتو د کارکوونکو او څارونکو، د رایې ورکونې د مرکزونو او رایه ورکوونکو امنیت به نیسي.

د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ د انتخاباتو د امنیت طرحه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپارله او وې ویل چې د رایې ورکونې د ۶۸۴۵ مرکزونو څخه د ۴۱۴ مرکزونو امنیت نه شي ساتلی.

د انتخاباتو څارونکې ادارې بیا وایي چې په دې بهیر کې د حکومتي او محلي چارواکو لاسوهنه دوی ته د اندیښنې وړ ده.

د ډيموکراسۍ انټرنیشنل موئسسې مشر ذکریا بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې کورنیو چارو وزارت باید د ولایتي چارواکو د بې طرفۍ موضوع په عملي توګه وڅیړي:

"د دولتي مقاماتو او دولتي ارګانونو بې طرفي په انتخاباتو کې ډیره مهمه ده، په پخوانیو انتخاباتو کې مونږ ددې شاهدان وو چې ځینو والیانو او امنیې قومندانانو د مشخصو کاندیدانو لپاره کار کاوه، خبرې چې کیږي او ژمنې اخیستل کیږي باید عملي بڼه ولري او که چیرې یو والي، قومندان یا ولسوال د کوم کاندید لپاره کوي باید مخه یې ونیول شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو وویل چې دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې محلي چارواکو د ځینوکاندیدانو په ګټه کمپاینونه پيل کړي دي.

د دوی په خبره په دې چارواکو کې والیان او د امنیې قومندانان شامل دي.

کارپوهان په دې باور دي چې که حکومت وشي کړای په انتخاباتو کې د خپلو کارکوونکو او په تیره د ولایتونو د امنیتي مسئولینو بې طرفي وساتي، انتخابات به شفاف او د خلکو لپاره د منلو وړ وي.

راپور : اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG