د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۲

"هرکال په نړۍ کې کابو ۶ میلیونه وګړي د تمباکو له کارولو مري"

اوس چې د چا عمر له اتلسو کلونو کم وي؛ که د سيګرټو او ځینو نورو د خانیاتو په خرڅولو، اخيستلو او یا هم په کارولو ولیدل شو نو په لومړي ځل به درې سوه افغانۍ جریمه کیږي.

دا خبره د د تنباکو او د خانیاتو د مخنیوي په قانون کې راغلې. دغه قانون به هغو تنکیو ځوانانو ته ډيرګران او ګټور تمام شي چې د سیګرټ څکولو پېل د ځان ښودنې او یا په اصطلاح له سټایله کوي او وروسته پرې روږديږي. د دې موضوع ترڅنګ مو په المان کې د ځوانانو له یوې ټولنې او فعالیتونو خبروو.

زه نورګل شفق یم او تاسې ته تاندې څانګې وړاندې کوم.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د مالوماتو له مخې هر کال په نړۍ کې کابو ۶ میلیونه وګړي د تمباکو له کارولو مري، چې له ۵ میلونو زیات یې پخپله کاروونکي دي او له ۶ لکو ډير نور یې هغه کسان دي، چې سیګرټ نه څکوي، خو له دود سره یې مخ دي. دوی وايي، چې که چېرې دا حالت همداسې روان وي، نو تمباکو به تر ۲۰۳۰ د کال ۸ میلیونه وګړي ووژني. حال دا چې په ۲۰ پېړۍ کې یې ۱۰۰ میلیونه خلک وژلي دي.

یو ځوان اخترګل له سيګرټ څکولو کرکه کوي او په اصطلاح له هغو سيګرټيانو هم پاذابيږي چې په حجرو او موټرو کې سیګرټ څکوي او روغتیايي تاوان یې دی او ځینې نور ناست کسان هم ورسره ګالي.

ډیر کله پلار، مشر ورور او یا کوم بل مشر خپل کشران په سيګرټو او نصوارو پسې لیږي، د پکتیا اوسیدونکی فدا محمد وايي چې دا په خپله ماشومان د نصوارو او سیګرټو په اړه فکر کولو ته هڅوي او یوه ورځ یې دوی هم خوند څکلو ته لیواله کیږي.

څه موده مخکې دغو ټولو روغتیايي او ټولنيزو ستونځو ته په کتو سره پارلمان یا ولسي جرګې د تمباکو او دخانیاتو د مخنيوي قانون تصويب کړ. د دغه قانون په اړه د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون غړی ډاکټرمجیب الرحمن څمکنی وايي، چې له دې وروسته تر اتلس کلنۍ کمر عمره کسان نه سيګرټ پلورلی شي، نه یې اخیستلی شي او نه هم د سیګرټ څکولو اجازه لري.

څمکنی زیاتوي چې په دغه قانون کې په ځينو خاصو او عامه ځايونو کې هم د سیګرټو څکول منع شوي او د دې لپاره چې په هېواد کې د سیګرټو څکول کم شي د سیګرټو په را واردولو یې مالیه لوړه کړې او پر ډبیو یې د ځينو روغتیايي پيغامونو پر لیکلو هم ټینګار کړی دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو دوه کاله پخوا ویلي وو؛ چې د ځینو څیړنو له مخې یوازې په کابل کې په سلو کې شپاړس کسان سګریټ څکوي او خبردارۍ یې ورکړی و چې که دا حالت داسې دوام وکړي؛ نو په راتلوونکو پنځو کلونو کې به په سګریټو د روږدو کسانو شمېره په سلو کې ۲۴ ته ورسیږی.

ګڼ شمېر عملیان د سیګريټو، نصوارو او ځینې نور دخانیاتو په اړه وايي چې دوی ارامه کوي خو د داخلي ناروغیو ځوان ډاکټر احسان الله درمل دا کار یوه کاذبه یا دروغجنه خوشالي بولي او وايي چې سیګرټ څکول د ډول ډول ناروغیو او سرطانونو سبب کیږي چې انسان تر مرګه رسوي.

وايي ماشوم د تنکۍ لښتې په څېر دی، که هرې خوا ته زور پرې راغی هماغې خوا ته کګيږي نو تر اتلس کلنۍ کم عمر د شخصيت جوړونې عمر هم ګڼلی شو. په نشو روږدي کسان اکثراً په ټولنه کې د خلکو له نیوکو سره مخ وي.

خو هغه کسان بیا تل ستایل کیږي چې ښه خویونه لري او د خپلې ټولنې د درد دوا کیږي. په المان میشته افغانانو کې هم ځینې ځوانان راپورته شوي او یوه ټولنه یې جوړه کړې. چې Afghan peace maker یا افغان سوله جوړونکي نومیږي.

فواد ځاځی چې اوس افغانستان ته راغلی؛ د دې ټولنې په اړه وايي، چې د خپلو هڅو په برکت یې د المان په یوه پوهنتون کې د پښتو او دري ژبې کورسونه پېل کړي، دی همدا راز ويي د دې لپاره چې د افغانستان له حالاتو له نږدې خبر شي کله کله ځينې دولتي چارواکي ورغواړي او خبرې ورسره کوي، چې څه موده مخکې یې هم رمضان بشردوست وربللی و.

(اوس مو هڅې پېل کړي چې بهر مېشته افغانانو ته په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق ورکړل شي) دا خبره هم فواد ځاځی کوي او زیاتوي چې له دوی سره د انټرنټ له لارې ګڼ شمېرټولنو ملاتړ اعلان کړی.

فواد ځاځی له خپل ملګري قیس سره په دې ورځو کې افغانستان ته راغلی، دوی له ځینو دولتي چارواکو او ځوانانو سره لیدلي او لا هم لګیا دي. فواد هیله مند دی چې خپلو غوښتنو ته به ورسيږي او له یوه ښه زیري سره به بیرته المان ته ستانه شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو خپریږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:48 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG