په نننۍ خپرونه کې د تنکيو ځوانانو او ماشومانو له خوا د یوه لنډ جوړ شوي فلم په اړه غږیږو. چې د (سخن ما) یا (زما خبره) پروډکشن لخوا جوړ شوی او ټول کارونه یې پخپله زلمکیو او ماشومانو کړي دي.
خو د تاندې څانګې په سر کې مو له پوهنتونه د فارغه شویو محصلانو د فراغت یوې غونډې ته ورولو. د داسې غونډو جوړول څومره ګټور دي؟ فارغه شوي محصلان څه وايي؟ ملګري او خپلوان یې څه وايي؟ او څه تمې ترې لري؟ دا او دې ته ورته ځینې نورې پوښتنې هم په دې برخه کې ځواب شوي دي.
یو وخت تر پنځم، شپږم ټولګي زده کړو هغه د چا خبره ګوزاره کوله او څه موده وروسته بیا تر دوولسمه. خو نن سبا تر لیسانسه زده کړې ډیرې ضروري دي او ځینې ځوانان خو هڅه کوي چې ځانونه تر ماسټري او ډاکټري ورسوي.
له نېکه مرغه په افغانستان کې اوس هر کال زرګونه محصلان له لوړو زده کړو فارغیږي. څو ورځې مخکې د یوه هوټل په لوی تالار کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۵۳ دورې د فراغت لمانځغونډه وه. فارغه شوي محصلان د فراغت په ځانګړو تورو چپنو کې یوې بلې خوا ته کېدل او د ګڼو نورو ځوانانو، میرمنو، سپين ږیرو او ماشومانو په لاسونو کې اميلونه او ګلونه وو.
یو څو فارغه شوي محصلان مې وپوښتل چې هم په خپل فراغت خوشاله وو او هم د ملګرو او خپلوانو په بدرګه .
د محصلانو له څو بدرګه کوونکو مې پوښتنه وکړه. یو پلار و چې خپل زوی ته یې امیل او د ګلو ګېډۍ راوړې وه. یو تره یا کاکا و چې خپلې وریرې ته یې امیل ورپه غاړه کړ، له چا سره په څنګ کې خپل ملګري، وروڼه او خوېندې ولاړې وې او عکسونه یې ورسره اخیستل او چا خپلې مور ته غېږ ورکړې وه.
د ښوونځي او پوهنتون دوره خوږه دوره وي، ښايي هيڅ کله هم د چا هېره نشي. د ځینو په سترګو کې مې هغه مهال اوښکې ولېدې، ژړغوني شول او خبرې یې په ستوني کې وچې شوې چې ترې ومې پوښتل؛ په ټولګیوالو ملګرو پسې به نه يئ خفه؟ ځکه له دې وروسته به نه پوهنتون وي او نه هغه ټولګی؟
(موږ هم پخپلو فارغېدونکو شاګردانو پسې خفه کیږو) دا خبره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمد قسیم چمتو کوي او زیاتوي چې دا جشنونه پخوا هم کېدل خو له تېرو لسو یوولسو کلونو راهيسې ډير رواج شوي دي.
په داسې جشنونو یا لمانځغونډو کې عموماً محصلان، د دوی استادان او ځینې نور کسان خبرې کوي. د مبارکۍ تر څنګ دوی ته ځینې لارښوونې کيږي، د خپل مسلک او د خپل هېواد د خدمت جوګه کېدو سپارښتنې ورته کیږي او له فارغېدو وروسته دوی ته یو ډول د کورنۍ د نفقې مسؤلیت هم ورپه غاړه کیږي. بله دا چې په دوی پورې د ډیرو تمې تړلي وي.
د فراغت د داسې غونډو جوړېدل نور ځوانان هم لوړو زده کړو ته هڅوي او په دې امید خپلو درسونو ته دوام ورکوي چې یوه ورځ دوی هم د فراغت توره چپنه واغوندي. دې ته ورته خبرې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځوان استاد اسدالله وحيدي کوي.
ضیاءاسلام شیراڼي د یادې دورې له فارغانو یو دی. دی وايي د فراغت داسې غونډې باید د پوهنتون اداره او یا د لوړو زده کړو وزارت په غاړه واخلي. ده ویل موږ د دې غونډې د جوړولو لپاره له مجبورۍ ډير ورونه ټکولي دي.
فلم جوړوونکي زلمکي!
لکه څنګه چې له څه مودې راهيسې په افغانستان کې د دولتي او غیردولتي پوهنتونونو شمېر ډیر شوی. همداسې د بېلا بېلو هنرونو په برخه کې هم دولتي او غېردولتي ادارې فعالیت کوي. (سخن ما) یا (زموږ خبره) پروډکشن د افغانستان د ښوونيز او روزنيز سرکس تر چتر لاندې فعالیت کوي. د دوی زیاتره کارکوونکي او فعالان ماشومان او تنکي ځوانان دي. کله کله د نورو ماشومانو او زلمکیو لپاره لنډ فلمونه او نمایشونه لري. د نوموړي پروډکشن مسؤل او استاد فردین بارکزی وايي:
"د افغانستان ښوونيز او روزنيز سرکس یوه برخه سرکس او بله یې هم سینما ده. چې همدا زموږ (سخن ما) یا (زما خبره) پروډکشن دی. په دې پروډکشن کې له موږ سره ماشومان او زلمکي دي. دوی ته سینما، راډيو، عکاسۍ او مجلې په برخه کې روزنه ورکول کیږي. دوی په یوه کال کې له دریو اکاډمیو فارغيږي. دوی بیا پخپله کولی شي چې د دې پروډکشن لپاره فلمونه جوړ کړي. شمېر یې له سلو اوړي او موږ د درېمې اکاډمۍ ځینې داسې زده کوونکي لرو چې اوس پخپله ځينې فلمونه جوړوي او ډیر تکړه دي."
څه موده واړندې دوی د (کثافات) په نوم یو ۲۰ دقیقه يي طنزي فلم جوړ کړ. په دې فلم کې ځینې کسان د خپل کور خځلې بې ځایه غورځوي، چې ځای ځای کوڅې په ډیران بدلیږي. بیا ځینې ماشومان راځي پر هغو ډيرانونو ګرځي او خواړه پکې لټوي. د ښاروالۍ کارکوونکي دوی ته لارښوونه کوي چې بې ځایه ډيرانونه مه جوړوئ او په ډیرانونو ګرځېدل یې ناروغه کوي، خو دوی یې نه مني. په پای کې د ښاروالۍ والاو خبره منل کیږي او فلم پای ته رسیږي.
احمدشاه تیموري چې په نوموړي فلم کې یې د هغه ماشوم رول درلود چې همیشه په ډیرانونو ګرځي او ناپاکه خواړه خوري. له ده مې وپوښتل چې د داسې یوه فلم جوړولو فکر څنګه درته پېدا شو؟ نو ده وویل:
"دا فلم یو ډیر ښه پيغام لري. خصوصاً د هغو ماشومانو لپاره چې په ډيرانونو ګرځي. بل د هغو لپاره چې د کور خځلې هر ځای غورځوي. ښاروالي تل زحمت باسي، زموږ کوڅې پاکوي خو خلک مو د خپلو کوڅو د پاکوالي په کیسه کې ندي. بیا همدوی په ښاروالۍ نیوکې کوي او وايي چې کار نه کوي. زموږ په کوڅه کې هم یو لوی ډیران دی چې هر وخت ماشومان ورباندې ګرځي او څه پکې لټوي. له هماغه ځایه موږ ته فکر پېدا شو چې داسې یو ښه پیغام لرونکی فلم جوړ کړو."
شازیه د ښوونځي په اووم ټولګي کې ده او له تېر یوه کال راهيسې له (سخن ما پروډکشن) سره کار کوي. هغه په (کثافات) فلم کې د خپل رول په اړه وايي او ځینې نورې خبرې هم لري:
"زما رول د ښاروالۍ د مشرې و. په کوڅو به ګرځېدو او ډیرانونه به مو پاکول. بل هغه ماشومان چې په ډیرانونو به ګرځېدل موږ به رانیول او له ځانه سره به مو خپل دفتر ته راوستل، پاک کالي به مو وراغوستل او په ډیرانونو له ګرځېدو به مو منع کول. زه دلته له یوه کال راهيسې کار کوم او د ښوونځي په اووم ټولګي کې یم. ډیره خوشاله یم چې دلته مې ډیر څه زده کړل. په ځانګړي ډول مې له سینما سره مینه ده او غواړم چې یوه ښه ممثله واوسم."
زبیرشاه مهران تیموري هم په یاد فلم کې رول درلود، چې لومړی په ډيرانونو ګرځي خو وروسته د ښاروالۍ ملاتړ کوي. دی له دوو کلونو راهيسې له نوموړي پروډکشن سره دی. زبیرشاه وايي چې موږ د فلم جوړولو ټول کارونه پخپله کوو، که هغه د سناریو لیکل وي، که عکاسي او ځینې نور تخنيکي کارونه:
"د فلم هر څه موږ پخپله کوو. عکاسي، شوټینګ، د ممثلانو ټاکل، د فلم ثبتولو لپاره د ځای ټاکل، سناریو لیکل... بس هر څه موږ پخپله کوو. د فلم ثبت چې خلاص شي موږ ټول یوځای سره کینو او خبرې پرې کوو. چې کومه صحنه اوباسو، کومه پریدو، چېرته کوم ډول موسيقي وکاروو. که د خندا ځای وي نو خوشاله کوونکي او که د خفګان ځای وي نو یوه غمګینه موسیقي ورسره اضافه کوو. او له ټولو کارونو وروسته بیا فلم نندارې ته وړاندې کوو. دا هر څه موږ ته خپلو استادانو راښودلي دي."
احمدشاه تیموري وايي چې په نږدې راتلوونکي کې ځینې نور فلمونه هم جوړول غواړي او هڅه کوي چې افغان ماشومان او زلمکي نور له ځور او ژړا لرې وساتي او یو څو شېبې یې وخندوي، دی وايي:
"زموږ لومړنی فلم د ربوټ (برقي سړي) په نوم و. وروستی فلم مو همدغه (کثافات) دی. زموږ ټول فلمونه د ماشومانو او زلمکیو لپاره دي. چې په هر یوه فلم کې یو ښه پیغام هم ځای شوی دی. په راتلوونکي کې یو بل فلم جوړوو چې (پنځه غله) نومیږي. په دغه فلم کې مو ماشومانو ته پیغام ورکړی چې غلا ښه کار ندی. له دغو فلمونو مو مقصد دا دی چې زموږ ماشومان او زلمکي وخندوي. د همدې لپاره کومیډي یا خندوونکي فلمونه جوړوو."
د افغانستان د ښوونيز او روزنيز سرکس د سخن ما پروډکشن مسؤل فردین بارکزی وايي چې دوی دا فلمونه د مهاجرو په کمپونو او ځینو ښوونځيو کې نندارې ته وړاندې کوي. دی همدا راز زیاتوي چې د سینما فرهنګ د پياوړتیا لپاره به ډير کار وکړي:
"زموږ د سرکس او پروډکشن یوه برخه کسان د کمپونو ماشومانو سره هم کار کوي. د کمپونو ماشومان چې کله دلته راشي، لوبې کوي، سینما او عکاسي زده کوي؛ نو دوی ډیر خوشالیږي. ځکه د کمپونو ماشومان له لوږې اونورو ډیرو ستونځو سره مخ دي. د دې تر څنګ مو یوه ګرځنده سینما لرو چې په ښوونځيو، د مهاجرینو په کمپونو او ځینو نورو هغو ادارو کې چې د ماشومانو لپاره کار کوي؛ خپل جوړ کړي فلمونه نندارې ته وړاندې کوو. موږ هڅه کوو چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د خپلو نمایشونو په وړاندې کولو سره د سینمافرهنګ ته وده ورکړو."
ما ویل څنګه یو ماشوم یا زلمکی له دې سرکس سره یو ځای کیدلی شي او د ښوونځي خنډ خو به یې نه ګراځي، نو فردین بارکزي وویل:
"زموږ له هرې اکاډمۍ چې کله شاګردان فارغیږي نو یو خو دوی پخپله ځینې ملګري خبروي چې راشي او له موږ سره شامل شي. بلخوا د ښوونځيو د سړک غاړې ځینې زده کوونکي زموږ اعلامیې ګوري او همدا راز زموږ د نمایشونو او فلمونو له لیدو وروسته هم دوی علاقه پيدا کوي او موږ ته مراجعه کوي. بله ښه خبره دا چې موږ دوه وخته لرو، هغه کسان چې د سهار له خوا ښوونځي ته ځي هغوی ماسپښين او هغه چې ماسپښين ښوونځي ته ځي سهار دلته راځي. نو موږ نه غواړو چې دوی له ښوونځي نه لرې واوسي."
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپريږي.