د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

کبيرمکمل یو افغان (سټريټ آرټ) انځورګر!


د پوهنې وزارت وايي، د سواد زده کړې داسې یوه تګ لاره یې جوړه کړې چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغانستان د نالوسته کسانو شپيته فیصده چې ډیره برخه به یې ښځينه وي باسواده کوي.

په نننۍ تاندې څانګې کې د دې تګ لارې ترڅنګ د سواد زده کړې کورسونو په اړه هم غږیږو او یو افغان انځورګر کبیرمکمل درپېژنو چې کله د ښار په کوڅو او دیوالانو او کله هم په څلورلارو کې په لویو لوحو پیغام لروونکي انځورونه کاږي.

کبيرمکمل په اسټرالیا کې ژوند کوي. له تېرو څلورو کلونو راهيسې په کابل کې لګیا دی. دی (سټريټ آرټ) انځورګري کوي.

(سټريټ) په انګریزۍ کې کوڅې یا سړک او (آرټ) هنر ته وايي. نو سټريټ ارټ داسې ډيجيټل او ګرافيک انځورګري ده چې؛ انځورګر ځينې رسمونه د کوڅو پر دیوالونو او کله هم په څلورلارو کې پر لویو لوحو کاږي. مکمل هنر یو پوست او نرم قوت بولي.

د کبیرمکمل له انځورونو یې یو د کانکريټي دیوال انځور دی چې؛ په زنځير خلاص شوی، یو ټوپک دی چې خوله یې د اوبو د نل غوندې ده او اوبه ترې څاڅي یو کلاشینکوف دی چې میل یې د څښتن خوا ته ورتاو شوی.

بل یې یو ماشوم دی چې؛ د اوبو د ستلونو پر ځای یې دوه زړونه په بانګي کې روان کړي او یو بل هم د افغانستان نقشه ده چې؛ پلاستر پرې نښلول شوی.

مکمل وايي، په انځورونو کې مې خلک هڅوم چې د یو څه په اړه یو څو شېبې فکر وکړي، یو خوب وويني او بیا هغه ته د رسیدو هڅه وکړي. دی وايي له انځورونو مې خلک له خپل برداشت سره سم ډول ډول تعبیرونه کوي. دی د یوه پوښتونکي ماشوم کیسه هم راته کوي.

مکمل وايي چې؛ له عامو خلکو سره زما ناستی ما ته نوې طرحې راکوي او په فیس بک کې مې هم ځوانان ډير تشويقوي.

بل زه د همدې ټولنې یم او همدغه ټولنه ما ته دا طرحې راکوي نو ځکه هيڅ کله پر خپلو انځورونو د نورو اکثرا انځورګرانو په څېر خپله کومه ځانګړې نښه یا لاسلیک نه کوم.

کبیرمکمل وايي چې؛ افغان ځوانان دې یو پر بل مهربانه وواسي، په ځای د دې چې بهرنیو ادارو یا د چا پیسو ته په تمه واوسي باید پخپله مټې راونغاړي او د هېواد لپاره دې کار وکړي.

دی د فساد پرضد د خپل یوه کمپاین یادونه کوي، چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د ګڼ شمېر داوطلبه ځوانانو په مرسته ترسره کړي. دا کمپاین (زه تا وینم) نوميږي او هدف یې هم دا دی چې رشوت خور یا فساد کوونکی د خدای او د خلکو له سترګو پټ نه دی.

ځیني عکسونه يي دلته لیدلای شئ:



د سواد زده کړې نوې تګ لاره او نالوسته ځوانانو ته یې ګټه!...

د کبیرمکمل په یوه انځور کې د امریکا له بي ۵۲ الوتکې د بمونو پر ځای رنګه قلمونه راوريږي. ښايي هدف یې له نړیوالې ټولنې هم دا وي چې د لیک لوست په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

د پوهنې وزیر فاروق وردک څه موده مخکې د سواد زده کړې په یوه کانفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې که چېرې په افغانستان کې د اوسنيو ناخوالو پای غواړي نو له تعليمي سيکتور سره دې خپلې مرستې وکړي.

په دغه کانفرانس کې د سواد زده کړې داسې یوه تګلاره پلان شوې چې په نتيجه کې به یې تر ۲۰۲۰ کاله د افغانستان د نالوسته کسانو ۶۰ فیصده باسواده شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو دوولسو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه شپږ لکه نالوسته کسانو د سواد زده کړې په مرکزونو کې لیک لوست زده کړی. د پوهنې وزارت د نشراتو ريئس محمد کبیرحقمل وايي چې له دوی سره ځينې بهرني هیوادونه د دغو مرکزونو په پياوړتیا کې مرسته کوي او سواد زده کړه یې تر ټولو له مهمو پروګرامونو څخه ده.

د سواد زده کړې په مرکزونو کې د لیک لوست تر څنګ زده کوونکو ته ځینې مسلکونه او حرفې هم ورزده کول کیږي.

دا خبره د افغانستان د پوهنې وزارت د سوادزده کړو ریاست د پروګرامونو مسؤل الله باز جم کوي او وايي چې ډير ټينګار یې پر ښځينه زده کوونکو دی.

په کابل کې د سواد زده کړې یوه مرکز ته ورغلو. چې د مختلفو عمرونو کسانو پکې زده کړه کوله. له دوی مې ځینې وپوښتل...

سکينه د ځینو کورنیو ستونځو له کبله له درسه پاتې وه خو اوس هم درس وايي او هم خېاطي او ګلدوزي زده کوي. نجيب دوکاندار دی.

اوس د دوکاندارۍ حساب کتاب پخپله ليکي او محمود هم اوس له خپلې باغوانۍ ځکه خوند اخيستلی شي چې لیک لوست یې زده کړی. اخترګل هم غواړي چې لیک لوست زده کړي.

محمدکبیر حقمل د یوې نالوستې میرمنې کیسه کوي چې د سواد زده کړې له مرکزه یې دومره څه زده کړل چې اوس د سواد زده کړې د یوه بسته ښوونځي مسؤلیت ورپه غاړه دی او د دې په نوم نومول شوی. دی له لوستو ځوانانو غواړي چې د خپلو نالوسته هېوادوالو خدمت ته دې پخپله خوښه راوړاندې شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپريږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:49 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG