د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د افغانستان او ایران اړیکې نوي عصر ته داخلیږي


اشیا ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: د افغانستان او ایران اړیکې نوي عصر ته داخلیږي– ترسرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

د افغانستان او ایران اړیکي د ۱۹۷۹ کال انقلاب راهیسې را څرخیدلې دي.

خو پوښتنه دلته چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یعنې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د دې دوو ګاونډیو هېوادو په اړیکو څه ډول اغیز وکړي؟

ورځپاڼه لیکي:

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د دې هېواد په ټولو ګاونډیانو اغیز وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د ستراتیژیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړی او له مخې به یي د پنځو او پنځلس زرو ترمنځ عسکر په دې هېواد کې پاته شي.

د دې عسکرو دنده به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وي او په جګړوکې به برخه نه اخلي.

ورځپاڼه زیاتوي، جمهور رئیس کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه مشورتي لویه جرګه جوړه کړه، خو د لاسلیک لپاره یي د هغوي پریکړه ونه منله او دا کار یي د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته وخت ته پریښود.

اشیا ټایمز ورځپاڼه لیکي:

که چېرې امریکایي عسکر له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاته شي، ایران به په خاص ډول د هغوي حضور ځانته امنیتي ګواښ وبولي.

ورځپاڼه لیکي: د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په سپتمبر میاشت کې ویلي و، موږ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سیمي امنیت او سولې ته ګواښ بولو.

ایران د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون په اوږدې موده کې د افغانستان په ګټه نه بولي.

اشیا ټایمز وړاندې لیکي: ایران او افغاسنتان په خپلو کې پیچلې اړیکي لري.

ایران په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم په لیرې کېدو کې مرسته کړي وه او د شمالي ټلوالې ملاتړ یي کاوه.

ایران په عین حال کې له افغانستان سره ستر مرسته کوونکی هېواد او د سوداګرۍ شریک دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو ته رسیدلې او د زیاتیدو په حال کې دي.

د ۲۰۱۳ کال د جولای تر میاشتې پورې شاوخوا پنځه سوه ایراني کمپنیو په افغانستان کې فعالیت کاوه.

اشیا ټایمزد تحلیل په یوې برخه کې لیکي:

د امریکا متحده ایالات او ایران په افغانستان کې ځیني ګډ هدفونه هم لري.

دواړه هېوادونه نه غواړي چې؛ افغانستان یوځل بیا کورنۍ جګړې کې ښکیل شي.

تهران او واشنګټن نه غواړي چې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسیږي او د ستر سیاسي قوت په توګه راڅرګند شي.

دواړه هېوادونه هڅه کوي چې نړېوالو مارکیټونو ته په افغانستان کې د تولید شويو نشه یي موادو مخه ونیسي.

تهران او واشنګټن دواړه په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات ملاتړ کوي.


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: افغانان روښانه راتلونکې ویني - تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:


۲۰۱۴ م کال به د افغانانو لپاره ډیر مهم کال وي او د څیړونکو په وینا، په دي هېواد کې درې ستر انتقالات ترسره کیږي.

یو امنیتي انتقال دی چې دا مهال تر اجرا لاندې دی. د ۲۰۱۴ میلادی کال په پای کې به ټول امریکایي او ناټو جنګي عسکر له دې هېوادوه ووځي او ټول مسولیتونه به د افغان امنیتي ځواکونو په اوږو وي.

د ۲۰۱۴ م کال اپریل میاشت کې سیاسي انتقال یعنې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات په مخکې دي.

فارین پالیسي زیاتوي، دغه راز اقتصادي انتقال یا تحول هم را روان دی او کله چې د بهرنیانو مرستې کمې شي افغانان به تر ډیره حده په خپل ځان د بسیا اقتصاد لپاره هلې ځلي وکړي.

فارین پالیسي خپرونه د تحلیل په پای کې لیکي:

دا چې افغانستان نن سبا له زیاتو ستونزو او ازمیښتونو سره مخامخ دی، زیات شمېرافغانان باور لري چې هېواد یي پر سم لورې پر مخ روان دی.

دوي په هېواد کې د ابادۍ یا بیارغاونې، تعلیم او تربیي یادونه کوي.

خپرونې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر کارل ایکن بیري خبره راخیستې چې وایي، دی د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د افغانانو په ارادي باور لري او دا ځکه چې د افغانستان معاصر تاریخ له تیارو ډک دی، په دې توګه نن ورځ افغانان په ریښتیني ډول د پرمختګ اراده لري او راتلونکي ته زیات هیله من دي.
XS
SM
MD
LG