د کوچیانو ځوانانو ستونځې
د کوچيانو له نوم سره د سړي کیږدۍ او رمې په زړه شي. که څه هم د کوچیانو د مالدارۍ خونده د پخوا هومره نشته خو ډیر کوچیان اوس هم په ژمي کې یوې او په اووړي کې بلې سیمې ته کډه کیږي. موږ په ننۍ تاندې څانګې کې د کوچیانو ځوانانو پر تعليمي ستونځو او د دوی لپاره د ځانګړو سیارو یا ګرځنده ښوونځیو په اړه غږیږو. ګرځنده ښوونځي هغه دي چې د کوچیانو له کډه کیدو سره یې ښوونځي هم ورسره لېږدول کیږي.
د دې تر څنګ مو د کرکټ لوبې روزونکي ريئس احمدزي سره مرکه درته کړې.
له ګڼو کوچیانو ځوانانو د بېلابېلو مشکلاتو له کبله ښوونځی پاتې شوی دی. یو ځوان کوچی رویبار هم له مکتبه پاتې شوی، دی وايي چې واړه وروڼه مې مکتب ته ځي خو دې ته زړه خوري چې ډیر ترې لرې دی. رویبار وايي چې که سیار ښوونځي ورته جوړ شي نو هيڅ کوچی به له درسه پاتې نشي.
سپينږیري عبدالحکیم د زابل ولایت د کوچیانو امر ځان باله. دی مې په کابل کې د کوچیانو ریاست کې ولید. ده ویل په زابل کې ۶۲ کلي کوچیان یوو خو د کوچیانو یو خاص مکتب هم نه لرو.
محمدیوسف صابر په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی دی. دی وايي چې د کوچیانو ځوانانو د دې ستونځې د حل لپاره مو هڅې کړي. هم سیار یا ګرځنده او هم ثابت ښوونځي ورته لرو خو کفایت نه کوي. دی وايي موږ له ځينو تعلیمي ادارو سره په اړیکه کې یو چې دې ستونځې ته د حل لار ومومو.
د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمدکبيرحقمل بیا وايي چې د کوچیانو ځوانانو لپاره ۱۵۹ خاص ښوونځي لري. خو د سیار یا د ګرځنده ښوونځیو شمېر چې د ابتدایې تر حده دي کم دی، دی وايي د هغو زده کوونکو لپاره چې په سیمه کې سیار ښوونځی نه لري په ثابتو ښوونځیو کې یې ورته لیلیې ایجاد کړي دي.
په ځینو سیمو کې د کوچیانو له کیږدیو یا د اوسیدو له ځایه یې ثابت ښوونځي ډیر لري دي. حقمل د ښوونځیو د جوړولو لپاره ځینې معیارونه یادوي او وايي چې دا مشکل په ټول افغانستان کې شته. دی زیاتوي چې که چېرې د یوې سيمې د اوسیدونکو لخوا د ښوونځي ضرورت احساسيږي نو دوی موږ ته مراجعه کوي او موږ اقدام کوو.
وايي خدای د هيڅ قوم حالت تر هغه نه بدلوي چې دوی یې پخپله د ځان د بدلولو پریکړه ونه کړي. محمدعارف احمدزی د نورو کوچیانو ځوانانو په څېر له ډیرو ستونځو سره مخ و. خو زیار یې وويست. هم یې کار کاوه او هم یې د درس لمنه نه پریښوده، ځکه همځولو لیونی باله خو اوس یې احترام کوي. ده ځان ورساوه او اوس هماغه عارف په یوه اداره کې آي ټي منیجر دی. دی وايي چې بې زحمته راحت نشته.
ريئس احمدزی د ښه نېت سفیر:
له عارف احمدزي راځو د ريئس احمدزي په لور. ريئس احمدزی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی و. اوس مهال نویو ځوانانو ته د کرکټ لوبه ورزده کوي او د یونيسف لخوا د ښه نیت سفیر په حیث هم ټاکل شوی.
ريئس احمدزی وايي چې د رخت له ټوټو به مو توپ جوړ کړ او بیا به مو د بېټ پر ځای د کالیو مينځلو په کوتک ورسره کرکټ کاوه. نو ځکه مو فکر نه کاوه چې همدغه موږ به یوه ورځ د کرکټ نړیوال جام ته لار پېدا کړو.
ريئس احمدزی د کرکټ د ژوند دوه خاطرې بیانوي چې وايي هيڅ کله به مې له یاده وونوځي، یوې خاطرې خپل هويت وروښود او بلې خپل هیواد چې په څومره لنډه موده کې تر کومه رارسیدلی.
دی وايي، په ویسټ انډيز هېواد کې چې کله د افغانستان ملي سرود واورول شو نو د ټولو لوبغاړو سترګې له اوښکو ډکې شوې.
دی په افغانستان کې د کرکټ لوبې ته ډیر خوشبینه دی خو وايي چې د دې لوبې د لا ښه والي لپاره باید د ملي لوبډلې غړي له خپلو ولایتونو هم ولوبيږي، ريئس احمدزی وايي چې دا به ډیره ښه نتیجه ولري.
يونيسف د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کې یو مشهور لوبغاړۍ یا هنرمند د سولې یا د ښه نېت سفیر په توګه ټاکي.
دغه سفیر د خپل هیواد مختلفو سيمو ته ځي، ماشومان او تنکي ځوانان له ده سره بې دریغه مینه پر هغه راټولوي.
د ښه نیت سفیر هغويته په صابون سره لاس مینځل ورښيي چې له ناروغیو وژغورل شي. زده کړې او ورزش ته یې هڅوي. ريئس احمدزی د یونيسف لخوا په افغانستان کې د ښه نيت سفیر دی.
یوه هندي هنرمند ته خپل پلار ویلي وو چې له ټيټې درجې پېل وکړه یوه ورځ به ډيرې لوړې درجې ته ورسیږې. هغه هنرمند په ریښتیا هم بیا لوړې درجې ته ورسېد. ريئس احمدزی هم ځوانانو ته همداسې څه وايي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي چې هره شنبې او دوشنبې له ازداي راډیو خپریږي.د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې