د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۲

ځوان وحیدالله ببرکزي یو نوی سسټم جوړ کړی!

د سرو زرو مډال کټونکی وحیدالله ببرکزی
د سرو زرو مډال کټونکی وحیدالله ببرکزی
کانکور د کومې بلا نوم ندی خو زموږ ځينې ځوانان ورته له ویرې زړه پریدي. څو چې دې ازموینې ته ورنږدې کیږي هغومره یې تشويش او اضطراب زیاتیږي. دا تشويش ولې شته او څنګه یې له ځانه ورکولی شو؟

وايي د شپې هر سړی ډاریږي څوک حال وايي او څوک یې نه وايي. ازموینه که هر څنګه وي له ځانه سره یو تشويش او تلوسه لري. کانکور نو بیا هغه ازموینه ده چې په یو ډول له دوولسمه د فارغه شویو زده کوونکو راتلوونکی ټاکي. سوالونه به څنګه وي؟ یره بې نتیجې نشم. وه خدایه! غلط انتخابونه ونه کړم... داسې بلا ډیرې خبرې یې د زړه ټکان تيزوي او واڼې یې تښتي یا هغه د چا خبره پیاګې یې تښتي.

سیف الله څرګند د غزني دی او د کانکور له ازموینې هم وتلی. دی د یو ملګری یادوي او وايي چې په ازموینه کې له سړي زده څه هم هیريږي. همدا راز وايي چې که یو خوا د کانکور له غمه مړه وو نو بل خوا د کورنۍ فشار او هیلو ته هم په زړه کې نیولي غوندې وو.

په کانکور ازموینه کې د ډيرو زده کوونکو ونډه او د کمو جذبیدل، بې نتیجې یا بې سرنوشته پاتې کیدل، د کورنۍ تمې او فشار هغه څه دي چې یو زده کوونکي له دې ازموینې ترس پيدا کوي.

دا خبرې ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي کوي. دی وايي چې د نړۍ په ځینو نورو ه هیوادونو کې د روانشناسۍ ځينې داسې مرکزونه شته چې په داسې حالاتو کې د زده کوونکو ویره یا په اصطلاح سټریس له منځه وړي خو په افغانستان کې داسې څه نه وو. عظيمي وايي چې دوی اوس د همدې لپاره یو مرکز جوړ کړی دی چې له رواني پلوه د زده کوونکو دا مشکل رفع کړي.

یو بل ځوان روانشناس ډاکټر جمشېد رسا چې د المپياد علمي مرکز مسؤل دی وايي چې که څوک ډیر لایقه هم وي خو که له ازموینې ویره یا رواني فشار ولري، زده سوالونه به هم ورنه هیريږي. دی په دې برخه کې د کورنۍ مرسته ډیره ضروري بولي او وايي:

(ډیرو ځایونو کې داسې لیدل شوي چې یو زده کوونکی اول نمره دی خو په کانکور ازموینه کې بې نتیجې پاتې شوی. دا ځکه چې دوی له اضطراب او روحي تشويش سره مخ وي. ځکه چې سټریس یا تشويش په وخت پورې تړلی. که وخت کم وي او کار ډیر نو تشويش زیاتیږي.

نو ځینو زده کوونکو چې د کال له سره درس نه وي ویلی او هلته کانکور ته وخت کم پاتې وي، تشويش یې زیاتیږي. کله چې کورنۍ د یوه شاګرد له کانکور ازموینې خبریږي باید د کور کارونه پرې راکم کړي، زړه ورکړي او د درس ویلو فضا ورته جوړه کړي او یو داسې استاد هم باید واوسي چې ده ته د کانکور په اړه ښه لارښونه وکړي. خو د دې ټولو تر څنګ د زده کوونکي خپله خواري هم له هماغه لمړۍ ورځې ډیره ضروري ده).

ډاکټر رسا وايي چې که څوک غواړي له ځانه سره دا ویره کمه کړي. نو پر ځان دې باور ولري، مثبت فکره او ډیر ارامه دې واوسي او ازموینې ته دې له ټاکلې ورځې مخکې تیارۍ ونيسي، دی زیاتوي:

(یو بل دلیل چې ځوانان زیانمنوي په ځان بې باوري یا منفي فکري ده. یاني که یو شاګرد په ځان بې باوره واوسي او ووايي چې زه به ناکامیږم، نو د هغه د ناکامیدو چانس ډیریږي خو که په ځان باور ولري چې کامیابيږي به نو د کامیابۍ چانس يې ډيریږي. نو مثبت فکره واوسئ او په ډیره آرامۍ خپل درسونه ووايئ. هغه وسايل چې د کانکور ازموینې په ورځ مو په کاریږي لکه پنسل، پنسل پاک وغیره... څو ورځې مخکې تیار کړئ.

ډیر ځوانان شته چې د کانکور په ورځ یا په جرابو پسې ګرځي، یا بوټان نه مومي. ډيره وړه نا ارامي هم په داسې مهمه ورځ د تاسې تشويش زیاتولی او په اصطلاح ټول کار مو خرابولی شي. د کانکور ازموينه عموماً په ژمي کې وي، باید تاوده کالي واغوندئ، له ټاکلي وخته یو دوه ساعته مخکې حرکت وکړئ.

که په یوه پوښتنه کې ونښلئ نو ډير وخت مه پرې ضایع کوئ، ترې تیريږئ. په ځان باور ولرئ او له ځانه سره وايئ چې که په زرګونه کسان هم آزموینه ورکوي، زه به خامخا پکې کامیابيږم. که دغو خبرو ته هر څوک پام وکړي ډاډه یم چې یوه ښه ازموینه به ولري).

ځوان وحیدالله ببرکزي یو نوی سسټم جوړ کړی!

د روانشناسۍ له مخې که انسان مثبت فکر وکړي نو مثبت خوا ته روانیږي او که منفي فکر وکړي نو منفي خوا ته ځي. وحیدالله ببرکزی هم وايي چې تل مې له مثبت فکر سره ژوند کړی او پر ځان مې باور کړی. ده په کانکور ازموینه کې له کامیابیدو وروسته د معالوماتي او مخابراتي ټيکنالوجۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړي او په ښه درجه ترې فارغه شوی. ده پخپل مسلک کې د یوه انسټټيوټ لخوا د سرو زرو مډال هم تر لاسه کړی.

ځينې محصلان خپل مونوګراف بابیزه بولي. خو ببرکزي د مونو ګراف لپاره داسې څه وټاکل چې په نږدې وخت کې به د مخابراتي او معالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې لوی کار ثابت شي. ده داسې یو سيسټم رامنځ ته کړی چې په مټ به یې که یو خوا په ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونیول شي نو بلخوا به په ډیره اسانۍ په شرايطو برابر کسان خپله رایه وکارولی شي.

ببرکزي د خپل کور په وروستي پوړ کې ځان ته وړه کوټه بېله کړې. د کوټې یوا خوا یې کتابونو، کاري میز او چوکۍ نیولې او پر دیوالونو یې ګڼ بینرونه یا کاغذین چارټونه راځوړند دي چې ځینې یادښتونو پرې لیکل شوي. دی وايي دا د ده د مسلک د ځينو مهمو درسونو په اړه دي چې غواړي هره ورځ یې سترګې پرې ولګي او له ځانه سره یې تکرار کړي. ببرکزی خپلې اوزګارې شېبې د کتاب په لوستلو تیروي. دی اوس مهال له یوې داسې ادارې سره کار کوي چې په لنډ وخت کې به د ټیکنالوجۍ په برخه کې خپل افغاني تولیدات پېل کړي. دی وايي ځواني داسې دوره چې بیرته نه راستنيږي نو ځکه باید افغان ځوانان خپله ځواني بې ځایه مصرف نه کړي.

تاندې څانګې هره شنبې نږدې مازدیګر او هره دوشنبې تنکۍ غرمه له ازادۍ راډیو خپریږي، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG