په کندهار کې د ډبرو څخه د جوړو شوو لاسي تسبو (تسبحو) مینوال زیات شوي.
اخترمحمد د کندهار ښار په حضرت جي بابا کې هره ورځ په اوسط ډول د بېلابېلو ډبرو څخه شاوخوا شل جوړې تسبې جوړوي.
اختر محمد وايي، اوس مهال د ډبرو څخه د جوړو شوو لاسي تسبو مینوال زیات شوي او د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو هم وړل کیږي.
اختر محمد وايي، د لاجوردو د ډبرې وروسته د شاه مقصودي ډبرې څخه جوړ شوي تسبې زیات مینه وال لري.
د نوموړي په وینا شاه مقصودي ډبره د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په غرونو کې پیدا کیږي.
د ده په وینا د دغه ډول یوې تسبې قیمت د زر څخه تر پنخوس زره افغانیو رسیږي.
۵۰ کلن حاجي سعدالله د تیرو ۲۵ کالو راهیسي د ډبرو څخه د جوړ شوو تبسحو مینوال دي.
نوموړي وايي چې؛ د ډبرو تسبو اړول زړه ته تقویه ورکوي.
تسبې اړول که یوه اړخه په مذهبي لحاظ د تسبیحاتو د ویلو لپاره کارول کیږي، خو له بلې خوا یي اوس مهال یي یو شمېر ځوانان د فیش په نیت اړوي.
راپور: محمدصادق رښتینی