تاريخ ليکوال په افغانستان کې د موسيقي نخښې لرغونې او د اريایانو له وخته يادوي دوی وايي، اريانانو به په خلاصو او ارتو ميدانونو کې په ډله اتڼونه کول او سندرې به يې بللې.
له زردشت سره موسيقي ديني مراسمو ته ورګډه شوه، په بودايي دین کې هم موسیقي د دين برخه وه، همداسې ورو، ورو يې دربارونو ته لار وکړه او د غزنويانو دربار ښه وپالل.
د احمد شاه بابا په وخت کې چې کوم ګارګران له هندوستان څخه د کندهار د نوي ښار د ودانولو لپاره راوستل شوي و، هغوي به د ساختماني کارونو ترڅنګ د خلکو د خوښيو په مراسمو کې ساز هم کاوه او ښځمنو به يې چمبې وهلې.
د امير شيرعلي خان په وخت کې له هندوستانه يو شمېر سندرغاړي په ګډه کابل ته راواړول شول، وايي چې دوي به په دربار کې هم ساز کاوه او په امير ډېر ګران ول، له زاړه ښاره به په پيلانو دربار ته بيول کېدل.
دغو سندرغاړو په افغنستان د خرابات موسیقي اساس هم کېښود او ډېر کسان يې وروزل دوي په پيل کې غزلې ويلي وروسته يې محلي موسيقي ته هم توجه وکړه او د خلکو په خوښويو او نورو مراسمو کې به يې هم ګډون کاوه نور معلومات په خپرونه کې واورئ: