د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

کنزینګر: له ۲۰۱۴وروسته ۹یا ۱۰زرو عسکرو ته اړتیا شته


شیکاګو تربیون ورځپانې افغانستان ته د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس د جمهوري غوښتونکي غړي ادام کنزینګر پر سفر او لید لوري تبصره کړې ده.

ادام کنزینګر ویلي، له افغانستانه د نړېوالو ځواکون د وتلو د پلان ملاتړ کوي خو باورلري چې؛ تر۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته به نهه یا لس زره عسکرو ته اړتیا وي چې؛ په دې هېواد کې پاتې شي.

شیکاګو تربیون وایي، ادام کنزینګر پوځي پیلوټ دی او دوه وارې د امریکا د کانګرس غړی پاتې شوی او د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشري کوي.

کنزینګر روانه اونۍ افغانستان، پاکستان او لایبیریا ته د سفر څخه ستون شوی دی.

دی کابل ته تللی وو او وايي چې؛ د بګرام هوايي اډې ته هم ورغلی وو.

د کانګرس د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ویلي:

"زه بګرام، مزارشریف او کابل ته ولاړم او د خوشبینۍ سره ستون شوم. افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې وو، پر بهرنیو عسکرو د افغان لوري حملې کمې شوې وې او د تروریزم په وړاندې د مبارزې پرته، د امریکا حکومت په خپل سر، یو اړخیز عملیات نه کول."

ټایمز:

ټایمز په پاکستان کې د نجونود حقونو د فعالې ملالې یوسفزۍ پرکتاب د بندیز په اړه مقاله خپره کړې ده.

د ملالې یوسفزۍ کتاب(I am Malala)( زه ملاله یم) نومیږي چې د سنډې ټایمز د خبریالې کریستینا لمب په مرسته لیکل شوی دی.

په دې کتاب کې پرسوات د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملالې یوسفزۍ د ژوند او د نجونو د تعلیم لپاره د هغې هڅې او ان هغه شیبه هم انځور شوې چې طالبانو ویشتي وه.

خو د ټول پاکستان د خصوصي ښوونځيو مشرتابه پرون اعلان وکړ چې؛ د ملالې په نوم په دې کتاب کې غیراسلامي او د پاکستان ضد مواد ځاي شوي او پر لوستلو یې بندیز دی.

په پاکستان کې څلویښت زره ښوونځي تردې بندیز لاندې راتلل.

د ټایمز په لیکنه، د ټول پاکستان د خصوصي ښوونځيو د تنظیم د اتحادیې مشر ادیب جاویدیاني د دې هېواد پر حکومت هم ږغ کړی چې؛ په دولتي ښوونځیو کې هم د ملالې پر کتاب بندیز ولګوي.

دوي ادعا کړې وه چې؛ غربي دولتونه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاهر د ملالې یوسفزۍ څخه استفاده کوي، په کتاب کې د اسلام پيغمبر ته مناسب درناوی نه دی شوی او د شیطاني ایات (Satanic Verses) د کتاب د لیکوال سلمان رشدي ستاینه په کې شوې ده.

خو په خیبر پښتونخوا کې د څه باندې لس زره خصوصي ښوونځيو مسول عقیل رضا وايي چې؛ دوي په دې پریکړه کې نه دي شامل.

عقیل رضا مشال راډیو ته وویل، د دوي سره چا دا خبره نه ده مطرح کړې.

ګارډین:

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په یوه مقاله کې د امریکايي فلمونو د ډير محبوب او پيژندل شوي سړی ټام کروز د وروستیو خبرو په اړه غبرګونونه راخیستي دي.

د تام کروز دا خبرې چې د هالیوډ په سترو فلمي پروژو کې کار کول دومره ګران دی لکه په افغانستان کې جګړې ته تلل، د منتقدانو د سخت غبرګون سره مخامخ شوې.

خو د ګارډين په وینا، د تام کروز وکیل ویلي چې؛ هغه دا خبره نه ده کړې بلکه د ټام کروز خبرې د متن څخه په غلطه اخیستل شوې او تحریف شوې وې.
XS
SM
MD
LG