د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د لندن پرېکړې به عملي شي که نه؟


د لندن سرمشریزه بیا هم د کابل چاپ د شنبې ورځپاڼو غټ او مهم ټکي جوړه وي.

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې د لندن پرېکړې به عملي شي که نه؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې د لندن په درې اړخیزه غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو ځل بیا پرڅو ټکیو توافق وشو. د لیکوال په باور دغه توافق هم له اټکل څخه لرې او هم یې هیله کېدای شوای.

د سرمقالې لیکوال شک څرګندوي اوس چې دغه پرکړې او توافقات شوي دي، بیا هم د هغو دعملی کېدو پراړخ شکونه پرځای دي؛ ځکه نهه میاشتې وړاندې د پاکستان د هغه مهال ولسمشر اصف زرداري هم د شبږو میاشتو په موده کې د سولې د یوه پیاوړي بهیر د پیلېدو ژمنه کړې وه؛ خو وروسته عملي نه شوه.

لیکوال پاکستان ته سپارښتنه کوي چې؛ که د پاکستان چارواکي د پرمختګ او سوکالۍ هیله لري؛ په افغانستان کې د جګړو او بدمرغیو په پای ته رسولو کې دې مخلصانه همکاري وکړي؛ که نه له دې پرته ناممکنه ده.

محور:

محور په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ بریتانیا پر افغاسنتان ډیورنډ تحمیلوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د لندن سرمشریزه د تېر په څیر په نامستقیم ډول د ډیورنډ په رسیمت راچورلېده.

د لیکوال په اند افغان پلاوی له وېرې هغو منطقي غوښتنو ته هم غاړه نه ږدي؛ چې د ډیورنډ په کرښه د پاکستان له خوا د اورپکو د څارلو امکان پیاوړی کوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي؛ نوازشریف هڅه کوله، چې د اورپکي ټوله ستونزه د ډیورنډ د برخلیک له امله وګڼي او بریتانیا په غیر مستقیم ډول په تېرو سرمشریزو کې هم د پاکستان خبره بدرګه کړې ده.

ملي باور:

ملي باور په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو پوښتنه کړې کابل ولې په اسلام اباد خوشباوره دی؟

د لیکوال په باور د لندن درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې له بل هروخت دافغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچن حالت ته ننوځي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو پرمهال پر سیمه او افغانستان د خپل نفوذ ساتلو پټې او ښکاره مانورې پیل کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې لیکلي، پاکستان پر افغانستان د خپلو غوښتنو د منلو په هڅه کې دی.

ورځپاڼې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر څخه په نکل لیکي؛ د طالبانو هڅول او پیاوړي کول به پاکستان ترهېڅ ځایه ونه رسوي؛ پاکستان باید له افغانستان سره د دوستۍ دیوې نوې بڼې په اړه فکر وکړي.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې راغلي د وسله والو پټنځایونه له منځه یوسي؛ ملابرادر په رښتینې معنی خوشې کړي او د سولې په برخه کې مرسته وکړي له عملي ګامونو پرته د نوازشریف راتګ او خبرې اترې نه یوازې ستونزه نه حل کوي؛ بلکې پاکستان ته چانس ورکوي چې؛ د افغانستان د خلکو او نړېوالو په سترګو کې خاورې وشیندې او خپله پخوانۍ تګلارتعقیب کړي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG