په کابل کې د بانکي مالي دوېیم نندارتون جوړ شو.
په دې نندارتون کې چې د کابل په کانټننیټل هوټل کې جوړ شوي و؛ په پنځوسو غرفو کې د لاسي صنایعو بېلابیل تولیدات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
دغه نندارتون د USAID ادارې له خوا جوړ شوی و او چارواکي وايي چې، له دغه نندارتونه به زرګونه کورني او بهرني متشبثین لیدنه وکړي.
د ازادي راډیو خبریال په دې اړه یو لند انځوریز راپور چمتو کړی دی.