د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د امریکا او افغانستان د اړیکو ماهیت له شک سره مخامخ دی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغاسنتان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال جان الن یو مضمون خپور کړی چې سر لیک یې دی: "د افغانستان او امریکا ګډ هدفونه."

جنرال الن د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مضمون کې لیکي؛ د امریکا او افغانستان د اړیکو اساس یا ماهیت له شک سره مخامخ دی او دا شک به حتی د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته هم دوام وکړي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایي ځواکونه له امنیتي تړون پرته نه شي کولای چې؛ له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي. له دې هېواد څخه د امریکایي عسکرو وتل به د نورو هیوادونو پوځي حضور تر پوښتنو لاندې روالې او د نړیوالو مرستو دوام به هم له ستونزو سره مخامخ کړي. دا کار به بالاخره طالبانو ته هغه بری په برخه کړي چې؛ د جګړي په ډګر کې یې ترلاسه نه کړای شو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ د امریکا او افغانستان اړیکې باید د دواړو هیوادونو په ګټو ولاړ مشارکت څخه پراخ وي. د دواړو دولتونو هلې ځلې باید په جګړې او دولت جوړونې کې خلاصه نه شي؛ بلکه په افغانسان کې د یوه خپلواک، باثباته او امن دولت جوړولو لپاره باید ګډ کار وشي. داسې دولت چې هر ورځ د ډموکراسۍ پر لور پرمخ لاړشي؛ له خپلو خلکو او پولو دفاع وکړای شي.

ورځپاڼه لیکي، دا کار به د افغانستان او سیمي لپاره ګټور وي او دغه راز به د افغانانو او د سیمې هېوادو لپاره چې تر هرچا زیات سیاسي او اقتصادي پراختیا او یو کیدو ته اړتیا لري، یو ښه مثال وي.

واشنګټن پوسټ لیکي، امریکا په افغانستان کې زیاتې ژمنې کړي دي. متحده ایالات هیڅ وخت د یوه ګډ دښمن پر ضد جګړې کې له یو هیواد سره ۱۲ کاله په پرله پسي ډول شریک نه و. دا هم باید له یاده ونه باسو چې دا دښمن د افغانستان په داخل کې دی چې؛ د افغان حکومت د کمزورتیا او کړنو او د متحده ایالاتو د اشتباه ګانو له امله یې قدرت او ملاتړ زیات شوی دی.

جنرال الین د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقالې کې لیکي؛ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته زیات شمېر ځوانان او په کار پوه افغانان وطن ته ستانه شوي او د افغانستان عام خلک د بل هر هېواد په پرتله له امریکا سره زیاته مینه لري او خپل دوست یې بولي.

په داسې یوه حالت کې امریکا کولای شي؛ پرته له دې چې د افغانستان مشران یا حکومت څه وایي؛ له افغانانو سره خپلې دوستۍ ته دوام ورکړي او هغه اشتباه تکرار نه کړي چې؛ په ۱۹۸۹ کال کې یې د شوروي ځواکونو له وتلو او ماتې وروسته کړې وه او افغانان یې په میدان پریښي وو.

انګلستان چاپ، ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په کابل کې د هغې پوځي اکاډمۍ د پرانستلو په اړه څرګندونې کړي چې؛ د بریتانیا د اکاډمیو په سویه ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په روانو شرایطو کې به په دې اکاډمۍ کې تر ډېره حده هغه کسان داخلیږي چې؛ پلرونه یې په پوځ کې مهمې څوکۍ لري او یا هم په یوه خاص قوم پورې اړه ولري چې، دا مهال په پوځ کې برلاسی دی.

ډیلي ټیلګراف لیکي، د افغانستان د ملي پوځ په سلو کې دوه پښتانه دي او دغه پوځ ته د ملي کلمې استعمال تر یوه حده پوښتنې رامنځ ته کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، غوره به دا وي چې، په دغې نوې پوځې اکاډمۍ کې زده کوونکي د راجسټر یا ثبت د نمرې پراساس داخل شي؛ قوم او د کورنۍ نومونه یې باید په نظر کې ونه نیول شي. په داسې یوه حالت کې ممکن تر یوه حده عدالت پرځای شي.
XS
SM
MD
LG