د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

کندهار ولايت


په دې خپرونه کې مو د کندهار والي او په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو یوه استازې مېلمانه دي.
کندهار د زابل، هلمند، اروزګان ولایتونو او د بلوچستان ایالت ترمنځ پروت دی. څه باندې څلور پنځوس زره کیلومتر مربع مساحت لري. ارغنداب، ارغستان، دامان، ډنډ، پنجوايي، غورک، معروف، میوند، میانشین، نېښ، رېګ، شاه ولي کوټ، شورابک، سپین بولدک، ژېړۍ یې ولسوالۍ دي.
د کندهار د اهمیت په اړه به ښايي همدومره کافي وي چې د معاصر افغانستان د تاسیس مرکز دی، او د هیواد موسس احمدشاه بابا او میرویس نېکه پکې خاورو ته سپارل شوي دي.
د دې لپاره چې د کندهار په اړه مخکې تر مخکې ګڼو اورېدونکو پوښتنې رالېږلي او یقین دی چې د خپرونې په ترڅ کې به نور اورېدونکي ټېلفونونه راوکړي، زیاتې خبرې نه کوم او نوبت مېلمنو ته ورکوم چې د دغه ولایت په اړه معلومات درکړي.
د کندهار والي ښاغلی توریالی ویسا او په ولسي جرګه کې د کندهار سناتوره محترمه رڼا ترین مو مېلمانه دي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:51:58 0:00
مستقیم لېنک


د فېسبوک پر پاڼه ستاسو ځينې نظرونه:

زموږ د فېسبوک پاڼې پته:
www.facebook.com/azadiradio


XS
SM
MD
LG