د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ارزګان ولايت


اروزګان د افغانستان یو مرکزي ولایت دی او شاوخوا یې کندهار، دایکنډي، هلمند، زابل او غزني ولایتونه موقعیت لري.
د اروزګان مساحت څه باندې دوولس نیم زره کیلومترمربع دی. ترینکوټ یې مرکز دی او چارچینو، چوره، دهراوت، ګیزاب او خاص اروزګان یې ولسوالۍ دي.
سره له دې چې په دغه ولایت کې د ناټو د مهمو هیوادونو پوځیان مېشت و، خو د اروزګان ډېر خلک د بیارغونې له چارو راضي نه دي.
په اروزګان کې تعلیمي وضعیت هم ښه نه دی. په تېرو کلونو کې یې ډېر ښوونځي د دولت د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له کبله بند و.
په دې خپرونه کې به په دې اړه او د اروزګان د نورو چارو په اړه د خپلو مېلمنو نظر واورو.
د اروزګان والي امیر محمد اخوندزاده
او په مشرانو جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی سناتور امان الله مو مېلمانه دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:50:29 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG