د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

آیا د افغانستان د انتخاباتو لپاره کاندیدان د دې څوکۍ وړتیا لري؟


په افغانستان کې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ۲۷ تنو ځانونه کاندید کړې او په یو ډول غیر متجانسو سیاسي او انتخاباتې ایتلافونو کې یي خپل مرستیالان او مهم کسان هم معرفې کړي دي.

د څیړونکو په وینا، په افغانستان کې په تیرو دولسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په عملې حضور او د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره سره، په دي هیواد کې د ډموکراسۍ حالت نازک دی، د قانون د حاکمیت پرځای د قانون معافیت او ادارې فساد حاکم دی او په انتخاباتو کې سیالۍ د اهلیت او لیاقت پرځاي د قومیت، سمت، ډلو ټپلو او سیاسي سازشونو پر اساس پر مخ روانې دې.

یو شمېر لویدیځو څیړونکو په روانې اوونۍ کې ولیکل چې د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان تر ډیره حده پر شخصیتونو خبري یا حساب کوي او واک ته د رسیدو په فکر کې دي.

دوي مشخې ملې او پراخې برنامې یا پروګرامونه نلري. کاندیدان یوازې په خبرو کې د ملي وحدت او ملي ګټو شعارونه ورکوي، خو په عمل کې خبره بل ډول ده.

د افغانستان د اساسي قانون د ۳۳ می مادي پر اساس، هر واجد افغان کولاي شي د جمهوري ریاست څوکۍ لپاره ځان کاندید کړي، خو د افغانستان په څير ټولنه کې دا یو ډير دروند، له مسولیته ډک او سخت کار هم دی. که راتلونکې جمهور رئیس کافې پوهه، دراکېت، د نفس پاکې، تقوی او جدیت ونلري او د ټولنې له واقعیتونو څخه پوره خبر نه وي، دا درنده دنده به په بري سره تر سره نشي کړاي.

د بلخ والې عطا محمد نور هم مني چې د جمهوري ریاست لپاره د ۲۷ کاندیدانو په ډله کې زیات شمير یي ددغې دندې لپاره پوره وړ کسان ندي او یوازې د شهرت او امتیازاتو د تر لاسه کولو په مقصد د سیالیو ډګر ته راوتلې دي.

له بلې خوا، زیات شمير افغانان په افغانستان کې د انتقالي عدالت د عملي کېدو غوښتنه کوې او دا کار د قانون د حاکمیت او سولې د ټینګښت لپاره ډير مهم او اړین بولي.

په روانې اوونۍ کې د ملی جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم چې په انتخاباتو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال معرفې شوی، په یوې اعلامیې کې وویل، له ټولو هغو افغانانو څخه بخښنه غواړې چې د تیرو دوو لسیزو جګړو کې زیانمن شویدي. جنرال دوستم په نورو هغو سیاست والو او مشرانو چې په شخړو او جګړو کې ښکېل وو، غږ وکړ چې د خپلو منفي سیاستونو د اغیز له امله دي له خلکو بخښنه وغواړي.

څو ورځې وړاندي د هالند حکومت د هغو پنځه زرو افغانانو لیست خپور کړ چې د خلک ډموکراټیک ګوند د غړیو یعني کمونستانو له خوا وژل شوي وو. یو شمېر افغانانو په کابل کې لاریونونه وکړل او د جنګې جنایت کارانو د محاکمې غوښتنه یي وکړه.

د مدنې ټولنې فعالان او دردیدلې افغانان له ټولو جګړه مارانو غواړې چې په تیرو څو لسیزو کې د کړو جنایتونو بخښنه باید وغواړي او مخکې له هغې چې نور لیستونه راووځې، دوي باید بخښنه وغواړي.

د افغانستان د ټولنیز عدالت د همآهنګۍ د ډلې غړی عبدالودود پدرام په دي اړه وایي.

دا چې د جمهوري ریاست کاندیدان تر کومه حده ملې پروګرامونه
او اجنداوې لري او آیا د انتخابیدو په صورت کې به جمهور رئیس وکړاي شي چې د مصلحتونو پر ځاي د قانون حاکمیت، وړتیا او یا په بله ژبه واقعې ملي مشارکت عملي کړي او که د ځینو انتقادکوونکو په خبره، حکومت یا دولت به د سهامې شرکت په بڼه پر مخ بوځي؟ ددي پوښتنو ځوابونه به له درنو میلمنو نه واورو. تاسو دوستان هم که غواړۍ چې پوښتنې وکړۍ او یا هم خپل لنډ نظر له نورو سره شریک کړۍ، مهربانې وکړۍ او د خپرونې په جریان کې ټیلفونونه را وکړئ.
XS
SM
MD
LG