له دې خبرې خبر يئ همځولو او که نه؟ چې د پوهنتون ځینې محصلان له ځانونو سره د پوهنتون د چپټرونو تر څنګ وسله وړي؟ د ننۍ خپرونې په سر کې مو په پوهنتونونو کې له ځينو امنيتي پيښو خبروو، د محصلانو شکایتونه او د هغوی په اړه به د امنيتي ارګانونو خبرې واورو. د خپرونې دوهمه موضوع مو د ورځينو چارو لپاره د منظم پلان د ګټو په اړه ده.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو څانګې محصل احمد پردیس د یوه محصل کېسه کوي چې په یوه بل محصل پسې چاړه په لاس د پوهنتون په دهلیزونو ګرځيده:
"تیرکال پخپله د ادبیاتو په پوهنځي کې یوه داسې پيښه وشوه. چې یوه هلک له ځانه سره یوه لویه چاړه راوړې وه. له یوه بل هلک سره یې جنګ وکړ. د چاړې والا هلک شاته وو او هغه بل د ځان ژغورلو لپاره په دهلیزونو کې منډې ترې وهلې. اخر ترې یوې کوټې ته ننوت او ور یې په ځان پسې پورې کړ. که هغه هلک دروازه نه وای پسې پورې کړې، دې خو واژه. دا پيښه ما پخپلو سترګو لیدلې."
دوه نور محصلان ګل پاچا او عبدالرحمن هم ورته خبرې لري، دوی وايي چې څو ځله په پوهنتون کې د محصلانو تر منځ وسله والو نښتو مرګ ژوبله رامنځ ته کړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صديقي وايي چې دوی په پوهنتونونو کې د داسې پيښو د مخنيوي لپاره ځينې خاصې ډلې ګمارلي چې نږدې هره ورځ يو پنځه داسې محصلان نيسي چې وسلې ورسره وي، دی زیاتوي:
"د پوهنتونونو د خوندي ساتلو لپاره موږ ځينې خاصې امنيتي ډلې ګمارلي او ایجاد کړي مو دي، چې د پوهنتون په څنګ کې واوسي، د ستونځو او ځینو پيښو مخنيوی وکړي. د تلاشۍ په برخه کې هم ډیر جدي یوو. موږ په پوهنتون کې د ننه د امنيتي کړیو په مرسته هغه محصلان پيدا کوو، چې له ځانونو سره وسله راوړي. اوس زموږ د همدې پولیسو لخوا هره ورځ یو څلور پنځه داسې کسان خامخا نیول کېږي چې وسلې ورسره وي. د پوهنتونو د مدیریت او د ځينو رزاکارانو په مرسته هڅه کوو، چې د داسې وسله واله کسانو مخنيوی وکړو."
محصل عبدالرحمن بیا په ځینو امنيتي کسانو تور لګوي چې د یو شمېر زورواکو یا د دولتي چارواکو ملاتړ لرونکو محصلانو تلاشي نه اخلي، چې اکثراً همدغه کسان وسلې لري او ستونځې رامنځ ته کوي.
خو د افغانستان د پولیسو یو چارواکې جنرال داوود آمین بیا دا خبره نه مني او وايي چې د قانون پر وړاندې هيڅ زورواکې او کمزوری نشته. له قانونه سرغړونه جرم دی او مجرم که هرڅوک وي جزا به ورکول کېږي، جنرال امین زیاتوي:
"هيڅ داسې زورواکې نشته، چې د قانون پر وړاندې له زوره کار واخلي. دا په ځانګړي ډول په کابل کې هسې یو رواج شوی، چې وايي پلانی زورواکې دی. څوک چې له قانونه سرغړونه کوي که په هره کچه وي، حتی که د جمهوررئس زوی هم وي، هغه قانوناً حق نه لري چې پوهنتون ته له ځانه سره وسله یوسي. که هر څوک داسې کوي، موږ یې نيسو، وسله هم ترې اخلو او جزا هم ورکوو، که هغه هرڅوک وي."
صدیق صديقي وايي چې کېدای شي ځينو دولتي مقاماتو داسې ستونځې راولاړې کړي وي، خو دوی یې د مخنيوي هڅې ګړندۍ کړي دي. دی د داسې ستونځو په له منځه وړلو کې د محصلانو او نورو خلکو مرسته اړینه بولي، چې د پيښې په صورت کې دې دوی خبر کړي:
"له بده مرغه ځينې هغه کسان چې د دولتي مقاماتو اړوند وي؛ ښايي د داسې ځينو ستونځو د راولاړولو سبب شوي وي، خو موږ بیا هم هڅه کوو او د دغو ستونځو د له منځه وړلو لپاره قانون تطبیقوو. دا خبره سمه نده چې پولیس له دوی سره لاس لري. پولیس خو د داسې پيښو د مخنيوي لپاره هلته ګمارل شوي دي. بیا هم که څوک داسې کومه پيښه ويني زموږ وړیا شمېرې 119 ته دې زنګ ووهي او موږ ته دې شکایت وکړي. که زنګ نشي وهلی نو زموږ هغو شکایت بکسونو ته چې هلته لګول شوي خپل شکایت وليکي. یا دې ځايي پولیسو ته خبر ورکړي. موږ به هماغه شیبه اقدام وکړو."
بې پلانه ځوانان:
که د ستونځو له منځه وړل وي او که یوه منزل ته د ځان رسول. هوډ او همت د هر کار لپاره ضروري دی. خو څه وايي، چې هر عمل په نیت پورې تړلی دی. که چېرې د هر کار لپاره یو منظم پلان ولرو، ښايي کارونه مو ښه او په وخت ترسره کړو، کنه نو رانه ګډوډ به وي.
منصور د پکتیکا ولایت اوسیدونکې ځوان دی، هغه وايي، چې د ژوندانه کارونو لپاره کوم پلان نه لرم، بس لګیا یم ژوند کوم، تر اوسه یې په ګټه او تاوان هم نه یم پوهیدلی.
نذیر احمد بیا هغه ځوان دی، چې وايي زما په شمول زیاتره ځوانان د کارونو لپاره پلان نه لري ځکه ترې د نن کار سبا ته پاتې کېږي او بیا کارونه پرې دومره ډیر شي، چې له هودې یې نشي وتلی.
یو بل ځوان مسلمیار د کلیوالو ځوانانو په اړه وايي، چې ټوله ورځ کوڅې ګز کوي، پر پولو پټیو ګرځي او بې کاره شپې ورځې تېروي.خو هشمت الله بیا هغه ځوان دی، چې د ژوند چارو ته منظم پلانونه لري، د هرکال، میاشتې او اوونۍ لپاره یې منظم مهال ویش جوړ کړی، حتی یوه وړه کتابچه لري، چې ځان ته هدفونه پکې ټاکي او هغوی ته د رسیدو لپاره هڅه کوي، چې تر ډیره ځایه ځان بریالی بولي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځوان استاد اجمل ښکلی وايي، چې د هر کار لپاره یو منظم پلان ضروري دی، خو که څوک یې ونه لري، نو کارونه ورباندې ډيريږي او ناکاميږي، دی په ازموینو کې د خپلو شاګردانو د ناکامیدو یو علت هم د دوی بې پلاني بولي.
استاد ښکلی زیاتوي، چې که یو خوا د ژوند چارو د منظمولو او په وخت سره د هغوی ته پای ته رسولو لپاره پلان لرل راسره مرسته کوي، نو بلخوا یو ذهني تسکېن هم رابخښي، چې د ذهني تسکېن په درلودلو سره هر کار ښه پرمخ ځي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.