د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د شهیدانو ورځ لمانځل او که ګډوډي جوړول


روانه اوونۍ په افغانستان او نړۍ کې د مهمو پیښو د یادښت او بریو د لمانځلو او په عین حال کې د شخړو او مرګ ژوبلو اوونۍ هم وه.

په افغانستان کې دا اوونۍ د شهید د اوونۍ په نامه ولمانځل شوه او سیاست والو د خپلو ډلو او تنظیمونو د ګټو لپاره ښه فرصت وباله.

غونډې په مجللو او عصري صالونونو او هوټلونو کې جوړې شوې او په میلونو افغانۍ په کې ولګول شوي.

یو شمېر بې مسولیته وسله والو چې؛ ځانونه یي د وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود ملاتړې او طرفداران بلل، په داسې حال کې چې؛ د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای یي پر موټرونو د خپل تنظیم بیرغونه لګولې وو، په کابل کې یي په خبري رسنیو او خلکو وسله والې حملې وکړې.

په یوې پیښې کې دغو غیر مسولو وسله والو په کابل کې د ژوندون تلویزیون پر ودانۍ حمله وکړه او غوښتل یي چې د غازې امان الله خان د عکس پر ځای د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود عکس ولګوي چې؛ په نتیجه کې یي د ودانۍ د ساتونکو او وسله والو تر منځ اخ وډب هم وشو.

افغانان چې له شاوخوا درېیو لسېزو جګړو او شخړو څخه بیخې ستړې شوې، سوله، امنیت او ارامې یي ترټولو ستره غوښتنه او هیله ده، دوي نه غواړې چې د شهیدانو او جهاد ورځې دي د سیاسي مقاصدو لپاره پر دوي تحمیل شي.
په ولس کې نن سبا د ملې وحدت او یوالې روحیه د لا قوت په حال کې ده.

یو شمېر اوریدونکو آزادي راډیو سره خبرو کې ویلې چې؛ د اسلام د مبارک دین له لومړیو کلونو یعنې د خلفاي راشدین له وخت راهیسي، د شهیدانو او شهادت لړۍ روانه ده او تر هغې چې نړۍ وې، دا حالت به دوام کوي او دا به هم پر ځای نه وي چې د هر شهید، هر غازې او جنګیالې لپاره ورځې بیلې شې.که خبره داسي شي، نو په افغانستان کې د کال ۳۶۰ ورځې به د شهیدانو، معیوبینو ، غازیانو، جنګیالیو او نورو په نومونو لمانځل کیږي، کار وبار، اقتصادي فعالیتونه او د نفقې ګټل به پاته وي.

دا خبره هم د یادونې وړ ده چې هرڅوک حق لرې د خپل مشر، قهرمان او قوماندان یاد تازه کړې، خو ترتیب یي باید داسي وې چې په نورو باید تحمیل نشي او خلکو ته مزاحمت ایجاد نه کړي.

کیدای شي یو کس به ځینو کسانو ته په یوه محدود چوکاټ کې، ملې قهرمان وي، خو نور ورته ممکن د جګړه مار او قاتل په سترګه وګوري.

د افغانانو سیاسي او ټولینز شعور نن سبا د بل هر وخت په نسبت بیداره دی او که د ټوپک میله ورڅخه لري او د دښمنو ګاونډیانو لاسونه ورڅخه لنډ شي، د ملې وحدت په ټغرسره راټولیږې او د خپلې روښانه راتلونکې لپاره به خداي ورکړې استعدادونه په کار واچوي.

د افغانانو د بري ، سخت کار او کلک عزم یوه بیلګه د چهارشنې په ورځ د جنوبې آسیا د فوټبال په لوبو کې د افغانستان د ملې ټیم تاریخی بری و چې د هر قوم، هر رنګ او هرې سیمې لوبغاړو یوازې د افغان او افغانستان په نامه لوبه وکړه، د ملي وحدت روحیه یي په خلکو کې پیاوړي کړه او افغانانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملي ټیم او افغانستان د بري لپاره خوښي وکړه.

هو، دا دولس د خلکو ریښتینې ملي احساسات دي. سیاسي ډلې ټپلې ممکن پوهیدلې وې چې افغانان له خپل وطن سره سخته مینه لري او ملې وحدت ته سخت ژمن دي. افغانان پدي پوهیږي چې تنطیم، سمت ، ډلې ټپلې ، ژبني او قومي تعصبات یي د بدبختۍ کندي ته غورځوي او د ترقۍ او پرمختګ له کاروانه وروسته پاته کیږي.

زیات شمير افغانان د ملې مشرانو، د وطن د خادمانو او ملي قهرمانانو درناوی او ستاینه کوي، خو په تنظیمونو پورې مربوطو مشرانو ته ممکن د ملې قهرمانانو په سترګه ونه ګوري. دوي درک کړې چې په افغانستان کې یو شميرسیاسي تنظیمونو تر ډيره حده د خپلو ګټو او سیاسي قدرت د ټینګښت لپاره قومونه جنګولې ، په زرونو کسان یي وژلې او ورانۍ یي رامنځ ته کړې دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:51:30 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:51:12 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG