د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

په کابل کې د افغان فوټبالرانو هرکلۍ

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم چې د جنوبي اسیا جام اتلولي یې ګټلې، د کابل هوايي ډګر ته راورسید. د دوي هرکلي ته جمهور رییس حامد کرزی هم هوايي ډګر ته ورغلی و، چې له هغه ځایه بیا د شانګهای په غونډه کې ګډون لپاره قرغزستان ته ځي. د فوټبال د ملي ټیم د غړو هرکلي ته د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړي او عام خلک هم ورغلي دي. جمهور رییس حامد کرزي تر دې مخکې هم د جنوبي اسیا د جام مبارکي د فوټبال ټیم او ټولو خلکو ته ویلې وه. هغه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې؛ دا کامیابي ښيي چې؛ د افغانستان د پرمختګ مخه هیڅوک نشي نیولای. تیره شپه افغانستان د جنوبي اسیا د جام په پایلوبه کې هند ته دوه په صفر ماتې ورکړه. له دې بریا وروسته په پلازمینې کابل او لویو ښارونو کې خلک سړکونو او کوڅو ته راووتل او په جشنونه یې وکړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG