د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

د لوبو پر مهال د لوبغاړو سپکاوی!


وايي چې دوه په غېږ ورځي نو یو خو به نسکوريږي.

لوبې د دوستۍ او مینې لپاره باید ترسره شي، خو ځینې ځوانان شته چې د مینې لوبې په کرکه او نفرت بدلوي.

یعني مقابله لوبډله توهینوي او سپکې سپورې ورته وايي. دا ستونځه هم په ځينو لوبغاړو او ډير کله په نندارچیانو کې لیدل کیږي.

او ملګرو له دې به هم خبر وئ او که نه، چې د ځوانانو معينيت ځینې ځوانان په کم فیس یا تخفیف سره د لوړو زده کړو ځينو خصوصي موسسو یا پوهنتونونو ته ورمعرفي کوي.

په ننۍ تاندې څانګې کې مو همدغه دوه موضوګانې درته رانغاړلي.

پوهیږو چې په لوبه کې ګټل او بایلل وي. خو د لوبو له اخلاقو یو دا هم دی چې باید د لوبې ټول قوانين په پام کې ونیول شي. خو کله کله ځينې دا قوانین او اخلاق تر پښو لاندې کوي. ذبیح الله قرار د یوې لوبې سترګو لیدلی حال بیانوي، چې نږدې و دوه لوبډلې دوه قومونه او کلي په ویر سره اخته کړي، خو سپين ږیري یې منځګړیتوب ته ورغلل او د شخړې مخه یې ونیوه.

محمد اسماعيل څپه د څه موده وړاندې د پاکستان او افغانستان تر منځ په کابل کې د فوټبال سیالۍ کیسه کوي، دی وايي چې ځینو نندارچیانو پاکستانۍ لوبډله توهینوله.

که څه هر څوک غواړي هغه لوبډله بریالۍ شي چې د ده ملګري پکې وي، یا د دوی له کلي او وطنه وي. خو د کابل پوهنتون یو محصل عزيز احمد تسل وايي چې دا په دې مانا نده، چې مقابله لوبډله بده وګڼو. دی همدا راز له ځینو لوبغاړو هم ګیله من دی، چې یا د لوبڅاري (ریفري) خبره نه مني او یا د لوبې له بایللو وروسته په یوه بل پړه واچوي، تسل وايي وايي چې باید دواړه خواوې وستایل شي.

د سعید زابلي هم لوبې خوښيږي. دی بیا له هغو ځوانانو ګیله کوي، چې په فیس بک کې په مقابل لوري لوبډلې پسې بد رد وايي او همدا راز دی په دې خفه دی چې که کله د افغانستان کومه لوبډله لوبه وبایلي نو بیا ځینې ځوانان بیرته پخپلو لوبغاړو پسې هم بدې خبرې خپروي.

محمد یوسف مشرقي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړی دی، دی وايي چې په نړۍ کې د لوبو پر مهال داسې پيښې یو معمول دی. خو ښه خبره دا ده، چې لوبغاړي او نندارچیان حوصله ولري.

نوموتی شاعر پيرمحمد کاروان هم د کرکټ لوبې له سختو مینه والو یو دی. دی وايي چې لوبې باید د ملتونو تر منځ مینه او محبت رامنځ ته کړي، نه کرکه او نفرت.

ذبیح الله قرار د دوو هیوادونو (هندوستان او پاکستانو) د دوو لوبغاړو (هربجن سینګ او شاهدخان افریدي) یادونه کوي او وايي چې دوی تل خپلو هیوادونو ته د خپلې ملګرتیا او ورورولۍ مثال ورکوي، چې د دوی په څېر دې سره ملګري او وروڼه شي.

نو په دې تمه چې لوبې هماغه د کاروان صاحب خبره د دوو ډلو او ملتونو تر منځ مینه رامنځ ته کړي.


د ځوانانو معينت لخوا محصلانو ته تخفيف!

ښه انسان به هغه وي، چې په ښو کارونو کې تر نورو وړاندې واوسي او ډيرو انسانانو ته یې خېر ورسيږي. ښايي له رسنیو مو د لوړو زده کړو شخصي موسسو یا پوهنتونو د لوړو فیسونو په اړه د ځینو محصلینو شکایتونه اوریدلي وي. خو نن یې د ځوانانو معينيت په مرسته د یوه داسې خېر کار په اړه غږیږو، چې ګڼو بې وزله محصلینو ته یې ګټه رسیدلې. دا خېر کار یې څه دی، د میوند د لوړو زده کړو شخصي موسئسې یو محصل عبدالله عزام وايي:

"زه لومړی د ځوانانو معينيت ته ورغلم، بیا د هغوی لخوا د میوند د لوړو زده کړو خصوصي موسسې ته وروپيژندل شوم. ما ته یې ۷۰ فیصده تخفيف راکړ. مقصد پنځه زره افغانۍ یې فیس دی، خو اوس له ما پنځلس سوه افغانۍ فيس اخلي. زما اقتصادي وضعه ښه نه وه، بې کاره هم وم. دا څو کاله پوهنتون رانه پاتې و. زما په څېر ګڼ ځوانان اقتصادي ستونځو سره مخ دي. داسې ځوانان چې د ځوانانو معينيت لخوا د لوړو زده کړو موسسو ته وروپيژندل شي، یوه لویه اسانتیا یې په برخه کیږي."

یو بل محصل میراحمد یاد د خپل پوهنځي کیسه کوي چې د نورو محصلینو فیس ځکه تر ده کم دی، چې هغوی د ځوانان معينت لخوا معرفي شوي او تخفيف لري، دی نه و خبر ځکه ترې بې برخې دی، خو خوشاله دی چې دا له ځوانانو سره یوه لویه مرسته ده.

د اطلاعتو کلتور وزارت د ځوانان معينيت معين تیمورشاه اسحاق زی وايي چې د سږ کال لپاره یې د ۴۵ زرو ځوانانو لپاره تر ۱۵۰ زیاتو د لوړو زده کړو عالي او نیمه عالي موسسو سره د کم فیس پروټوکولونه لاسلیک کړي.

اسحاق زی د لوړو زده کړو د ځینو شخصي موسئسو یادونه کوي چې په کم تخفيف سره یې ګڼ شمېر محصلین منلي. دی همدا راز په کابل کې د ځینو معتبرو شخصي پوهنتونونو لکه افغان امريکايي پوهنتون په اړه وايي، چې له دوی یې غوښتنه کړې خو تر اوسه یې کوم مثبت ځواب ندی ترلاسه کړی، دی وايي چې د رسنیو له لارې د خبرتیاو په خپراوي برسیره تر اوسه دوی ته ډیرو کمو ځوانانو مراجعه کړې.

که کوم ځوان اوس هم غواړي، د لوړو زده کړو په کومه هغه شخصي موسسه کې، چې د ځوانانو معينيت ورسره قرار داد لري، لوړې زده کړې وکړي، د معينيت لخوا په ډیره اسانۍ ورپيژندل کیږي.دا خبره هم اسحاق زی کوي.

تاندې څانګې له ازادۍ راډیو هره شنبې او دوشنبې خپریږي، چې نورګل شفق یې په کابل کې جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG