د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

"امبولانسونه په کومه اندازه چې پکار دي نشته"


امبولانس هغه نقلیه وسیله ده چې؛ ناروغ، ټپي او مړه شوي کسان د پیښې له ځای نه روغتون اویا هم کورته رسوي، په امبولانس کې داسې خلک هم انتقالیږي چې یوه ثانیه هم د هغوي لپاره حیاتي ګڼل کیږي، په امبولانس کې د ټپي یا ناروغ لپاره ټول هغه څه موجود وي چې ضرورت ورته لري لکه اکسیجن، د فشار اله، د ټپي د زخم لپاره بنداج او داسې نور، خو ډیر کسان وایي چې؛ امبولانسونه په کومه اندازه چې پکار دي نشته، ځکه خو دوي نشي کولای چې د پیښې په وخت کې کار ورنه واخلي د لوګر اوسیدونکی منان وایي چې؛ د تره زوی یې موټر وهلې و ، په ټول لوګر کې یو امبولانس هم نه و چې د دوی ناروغ روغتون ته یوسي.

د کابل کندهار په لاره هره ورځ ګڼ کسان تګ راتګ کوي کله چې تګ راتګ ډیر وي او سړکونه هم معیاري نه وي نو ترافیکي پیښې هم له تصورنه لرې نه دي، د کندهار اوسیدونکی میا جان وایي چې؛ خپله یې څو ځله داسې حادثې لیدلي چې امبولانس ته اړتیا لري، خو اومبولانس نه دی ورغلی.

کوم امکانات چې د ناروغ او ټپي لپاره په امبولانس کې وي هغه په نور موټر کې نشته، نو ځکه که چیرې څوک شخصي موټر هم ولري بیا هم د ضرورت په وخت کې امبولانس حتمي پکار وي، د ننګرهار اوسیدونکی محمدشریف وایي چې په سیمه کې یې د مجبوریت له وجې هر ډول موټر چې مخې ته ورشي ناروغ په کې انتقالوي له همدې امله بیا په لاره ورنه مړهم شي .
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:14 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG