د کرنې د وزارت مسول کسان وایي چې؛ د افغانستان اتیا فیصده خلک په کرنې او مالداری بوخت دي، خو بیا هم څومره حیواني مصولات چې پکار دي نه تولیدیږي ځکه اکثره کسان د مالداری په سمه طریقه نه پوهیږي، یا هم کوم ضروري شیان چې د حیواناتو لپاره پکار وي لکه واکسین، دوا او مناسب خواړه دوي یې نشي ورته برابرولی، بیا نو هماغه وي چې مالداري یې ښه نتیجه نه ورکوي.
د کرنې د وزارت ویاند مجیدقرار وایي چې؛ په دې وروستیو کې یو خو د افغانستان حیوانات نورو هېوادونوته په غیرې قانوني شکل لیږل کیږي بل څومره چې حلالیږي په هغه اندازه نور بیرته نه تولیدلیږي، هغه د دې ستونزې حل د حیواني فارمونوجوړول او د حیواناتو قاچاق منع کول ګڼي.
لیکونکې -- فرشته مرسل