هغه ماشومان چې مور پلار یې مړه شوي او په خپل خپلوانو کې یې هم داسې څوک نه لري چې؛ سرپرستي یي وکړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغوي نه سرپناه او نه هم د خوړلو لپاره کوم څه لري.
په کابل کې د پرورشګاه وو عمومي رئیس وایي، د همدې ستونزې د حل لپاره په ۱۳۶۰کال کې روزنتون یا پرورشګاه جوړه شوه، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۳۵ دولتي روزنتونونه فعال دي.
په روزنتون یا پرورشګاه کې یتیموماشومانو ته د اوسیدلو ځای، خواړه او تعلیم تربیه ورکول کیږي، په روزنتون کې هغه ماشومان روزل کیږي چې؛ مور پلار یې مړه شوي وي یا یې یوازې پلار مړ وي مور یې د ساتنې توان ونه لري، هغه ماشومان چې مور پلار یې د ټول عمر لپاره ناروغه وي، کار نشي کولای، هغه ماشومان چې هویت یې مالوم نه وي او ورسره د بې وزلو کورنیو ماشومان چې ډوډۍ نشي ورته پیدا کولای، د روزنتون غیږ ورته خلاصه ده.