د افغانستان اکثره خلک ډیر عاید نه لري، هغوی دومره پیسې ګتی چې په ډیرې سختي ضروري شیان پرې واخلي ، خو کله چې اختر یا کوم بل مناسبت وي د سیالی له وجې دومره مصرف کوي چې بیا یې قرض په ټول کال کې هم نشي خلاصولی ، یا هم کومې روپۍ یې چې روغ رنځور ته سپما کړي وي ، په هغو باندې ډول ډول میوې ، کالي ، او د کور وسایل اخلي کله چې ناروغ ورته پیدا شي بیا حیران وي چې له چانه مرسته وغواړي ، مونږ له څو تنو داسې کسانو سره غږیدلی یو چې د هرې ورځې لګښت د همغې ورځې په مزدوري پیدا کوی .