د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۰

افغان ځوانان به په راتلوونکو ټاکنو کې برخه واخلي؟

ښايي خبر به وئ چې د راتلونکي یاني ۱۳۹۳ کال د وري پر ۱۶ نېټه د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره کیږي او څه موده وړاندې یاني د زمري په ۵ نېټه د رایه ورکولو کارتونو د ویش او نوم لیکنې دویم پړاو پېل شو. خوځینې ځوانان وايي چې نه به کارت واخلي او نه به په ټاکنو کې ګډون وکړي، له دوی یې یو د لغمان اوسیدونکی کیهان دی چې دا خبره کوي.

یو بل ځوان رفیع الله یو ځل کوم کاندید ته رایه ورکړې وه، خو اوس دومره پښېمانه دی چې په راتلوونکو ټاکنو کې هم ګډون کول نه غواړي، دی وايي چې په سر کې غوړې وعدې کوي خو وروسته بیا څوک نه پيژني.

خو ځینې ځوانان وايي چې که چېرې تر رایه ورکولو وړاندې یو کاندید وپيژنو، په اړه یې پلټنه او څېړنه وکړو، نو که یو خوا به هيڅ کله پخپله ورکړل شوې رایه پښېمانه نشو نو بلخوا به مو د یوه وړ او سم کاندید په بریالی کولو کې مرسته کړي وي. دوی له ځانه سره د یوه ښه کاندید ټاکلو لپاره ځينې معیارونه په پام کې نیولي او هماغه چا ته رایه ورکول غواړي چې په دغو معیارونو پوره واوسي.

نظرونه مختلف دي. داسې ځوانان هم کم ندي چې راتلونکو ټاکنو ته خوشبینه دي، له زړه غواړي چې کارت واخلي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي. امین الله پښتونمل سږ کال اتلس کلنی شوی، دی رایه ورکول پر ځان د هیواد حق بولي او وايي چې یوه سم او ښه کاندید ته رایه ورکول د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې رول لوبوي.

حمید الله نوري هم وايي چې په پخوانیو ټاکنو کې مې هم ګډون کړی او په راتلوونکو ټاکنو کې به هم له زړه برخه واخلي.

حشمت الله هم د جمهوري ریاست په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون مینه وال دی او هغه چا ته رایه ورکول غواړي چې په ځانګړي ډول د ځوانانو ستونځې حل کړي.

رخسار او امین الله د خپلې خوښې کسانو په اړه پلټنه کړې او غواړي چې رایه ورکړي.

رایه ورکول انسان ته له خپل هېواد سره د خپلوۍ احساس ورکوي او دا صلاحیت ورکوي چې څوک غواړې انتخاب یې کړي او چې څوک نه غواړي ویې نه ټاکي. دا خبرې د حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت کوي.

سعادت همدا راز وايي چې د رایه ورکولو پر مهال باید د یوه کاندید قوم، څېره او ژبه په نظر کې ونه نیول شي بلکې د هیواد د پرمختګ لپاره د هغه طرحې او پلانونو ته باید پام وشي.

د ټاکنو خپلواک کميسون د دارلانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل وايي چې دوی د دې لپاره چې تازه ۱۸ کلن شوي ځوانان کارتونه تر لاسه کړي، د نوم لیکنې ګڼ مرکزونه یې پرانيستي، د نوم لیکنې نوی پړاو یې پېل کړی او له امنيتي لحاظه یې د خوندي کولو لپاره د امنيتي ارګانونو مرسته ترلاسه کړې.

امرخېل په ټاکنو کې د ځوانانو ونډه ډیره اړینه بولي، دی هغو ځوانانو ته چې نه غواړي په ټاکنوکې ګډون وکړي وايي، چې ګډون مو په ګټه دی او ډاډه اوسئ چې رایه مو نه ضایع کیږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:38 0:00
مستقیم لېنک


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي چې هره شنبه او دوشنبه له ازادۍ راډیو خپريږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG