د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

"د پکتیکا په یوه ښوونځي کې د پاکستان نصاب تدريسېږي"


د جګړې او سولې انستیتیوت په یوه راپور کې لیکي چې په پکتیکا ولایت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د دولتي ښوونځیو د نشتوالي له وجې ماشومان اړوځي چې په اردو ژبه درس ووايي.

په دې راپور کې د عمران خان په نوم د پنځلس کلن هلک کیسه نقل شوې ده چې د پاکستان د تاریخ په اړه پر خپله زیاته پوهه ویاړي.

د راپور په دوام کې راغلي، کله چې له عمران خان څخه د پاکستان د ایالتونو په اړه پوښتنه وشوه، په ډاډ سره په ځواب کې وايي، څلور ایالتونه لري، سند، پنجاب، خیبرپښتونخوا او بلوچستان. له عمران خان څخه پوښتل کېږي چې پاکستان څه وخت خپلواکي واخیسته، دی سمدستي په ځواب کې وايي، د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۴مه.

خو راپور زیاتوي چې عمران خان د خپل هېواد افغانستان د تاریخ په اړه پوښتنو ته حیران او بې ځوابه و. د جګړې او سولې د انستیتیوت د راپور له مخې دی نه پوهېده چې د افغانستان د خپلواکۍ نمانځنه په کومه ورځ کېږي. ده همداراز فکر کاوه چې افغانستان یوویشت ولایتونه لري.

د جګړې او سولې انستیتیوت د خپل راپور په دوام کې لیکي، عمران خان د افغانستان د موسس او لومړني پاچا احمدشاه دراني په اړه یوازې دومره ویلای شي چې نه پوهېږي. راپور زیاتوي چې نوموړی د پکتیکا په نورآباد کلي کې د اتم ټولګي زده کوونکی دی. دی د سیدمحمدمولوي په ښوونځي کې درس وايي چې د پکتیکا ولایت د ګڼ شمېر نورو ښوونځیو په څېر ثبت شوی نه دی. د راپور له مخې په دې ښوونځي کې د پاکستان تعلیمي نصاب تدریس کېږي.

د جګړې او سولې انستیتیوت خپل راپور په دې نتیجه پای ته رسوي چې عمران خان د پښتو پرځای چې د ده مورنۍ ژبه ده، د اردو ژبې په مرسته زده کړه کوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د یوې نظرپوښتنې د نتیجې په خپرولوسره لیکي چې په سلو کې یوازې ۲۸ امریکایان په دې نظر دي چې د افغانستان جګړه په شویو مصارفو ارزي. دا نظرپوښتنه د واشنګټن پوست او د ABC نیوز د خبري شبکې له خوا شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، له ۲۰۰۷ کال راهیسې په شویو نظرپوښتنو کې دا ترټولو ټیټه فیصدي ده. د راپور له مخې د دې نظرپوښتنې له نیمایي زیات ګډونوال دې نظریې ته چې د افغانستان جګړه په اوږدمهال کې د امریکا له امنیت سره مرسته کړې د شک په سترګه ګوري.

خو د نظرپوښتنې ځینو نورو ګډونوالو د افغان ځواکونو د روزنې او له افراطي وسله والو سره د مبارزې په خاطر د یوشمېر امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو څخه ملاتړ کړی.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو مسئله څېړلې. په مطلب کې د ولسمشر له خوا د انتخاباتو د قانون توشېح یو ښه خبر بلل شوی. د واشنګټن پوست د تحلیل له مخې د ۱۳۹۳ کال د وري د شپاړسمې انتخابات به، چې ښايي د افغانستان په تاریخ کې د قدرت لومړی ځل سوله ییز انتقال وي یا یوه بشپړه بریا وي یا بشپړه ناکامي. ورځپاڼه زیاتوي چې که انتخابات په بریالیتوب سره ترسره شي افغانستان به وکولای شي چې د ډېرې برخې نړیوالو ځواکونو تروتلو وروسته له سختو کلونو سره په آسانۍ مقابله وکړي خو که انتخابات لانجمن شي نو ښايي په دې هېواد کې قومي جګړې ته لاره پرانیزي.

واشنګټن پوست لیکي، له درغلیو ډک انتخابات به د امریکا او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لپاره د خطر یو زنګ وي.
XS
SM
MD
LG