د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۰

افغان دولت: د ماشومانو د حقونو په برخه کې اوچت ګامونه پورته شوي

افغان دولت وایی چې؛ په تیرو لسو کلنو کې یې د ماشومانو د حقونو په برخه کې اوچت ګامونه پورته کړي، حال دا چې په لارو کوڅو سړکونو او داسې نورو ځایونو کې په لسګونو هغه ماشومان لیدل کیږي چې؛ د کورنۍ نفقه ورپه غاړه ده، څوک یو څه خرڅوي، څوک موټر مینځي او څوک یې هم واړه پاسته لاسونه چې لیک لوست ته جوړ دي سوال ته اوږدوي، د ځینو کسانو په باور په دوی کې هغه ماشومان هم شته چې له بې وزلې نه نه بلکې د عادت له مخې ګدایي کوي، خو ډیر یې مجبوره دي، د کورنۍ مشران یې مړه او یا هم په داسې رنځ اخته شوی چې کار، کور او بچي ورنه هیر دي، د کابل په نوی ښارکې له داسې سوالګروماشومانوسره مخ شوو چې؛ په پیل کې یې نه غوښتل د ګدایي په هکله څه ووایي، خو وروسته یې زړه نا زړه د خپل خوار ژوند کیسې پیل کړې.

لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:16:03 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG