د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۱

مکتبي نجونې: تور لباس مو زړه راتور کړ

تېرکال په همدې ورځو شپو کې د مکتبي نجونو د تور لباس یا یونيفورم د بدلون په اړه غږیدلي وو، د کابل په شمول مو د ځينو ولایتونو مکتبي نجونې پوښتلې وې، چې ډير شمیر یې د تور لباس د بدلون غوښتنه کړې وه، تور رنګ له طبي اړخه د لمر وړانګو جذبوونکی ګڼل شوی.

د شکایت کوونکو نجونو له دلیلونو هم یو دلیل دا و، چې تور رنګ ګرمي جذبوي او په ځانګړي ډول په اوړي کې دوی ته روغتیايي ستونځې پيدا کوي. د پوهنې وزارت چارواکیو هم ویلي وو، چې د بدلون په اړه یې کار روان دی. خو دا دی د یوه کال په تېریدو سره بیا هم هماغه د ښوونځي تور کالي او هماغه ټکنده لمر.

تور رنګ زموږ په ټولنه کې یو سنګين رنګ بلل کیږي، چې میرمنې یې ډیر کاروي، څوک ترې کالي ګنډي، څوک حجابونه او څوک برقې.

د افغانستان د معارف په نظام کې د ښځينه زده کوونکو د ښوونځي کالي یا یونیفورم هم تور دی، چې سپين ټیکری ورسره په سروي. خو له دغه تور یونيفورمه ګڼ شمیر مکتبي نجونې شکایت کوي، په ځانګړي ډول د تودو سیمو اوسیدونکې.

د کندهار ولایت قندیه او د ننګرهار ولایت تورپيکۍ هم له دغو شکایت کوونکو دي او له پوهنې وزارته غواړي، چې د ښوونځي د کالیو رنګ دې بدل کړي.

د کابل ښار ځينې مکتبي نجونې هم که یو خوا د کالیو تور رنګ د روغتیا لپاره ګواښ ګڼي، نو بل خوا وايي چې تور رنګ ګرد هم زر نيسي او له روهي پلوه هم ښه اغیز نه لري.

د کابل ښار اوسیدونکې هما د شپږو اولادونو مور ده، چې دوه یې لوڼې دي، هغه وايي، چې لوڼې یې د ښوونځي له تور رنګه ډیر شکایت کوي او زیاتوي، چې تور رنګ د تیارې رنګ دی.

روان شناسان وايي چې؛ رنګ د روانشناسۍ په برخه کې له پخوا راهيسې يوه توده او مهمه موضوع پاتې شوې، دوی وخت په وخت په دې اړه څېړنې کړي او دې نتيجې ته رسيدلي چې د عمر د پړاوونو له بدلیدو سره پر دوی د رنګونو اغیز هم توپیر کوي، ښايي په ماشومتوب کې یو رنګ، په ځوانۍ کې بل او په زړښت کې بل رنګ د انسان په روان بد یا ښه اغیز وکړای شي، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روان شناسۍ څانګې ځوان استاد شرف الدين عظيمي وايي، چې تور رنګ د انسان په روح او روان بد اغیز کوي.

د تېرکال په څېر مو دا ځل هم له پوهنې وزارت سره دا موضوع شریکه کړه، د نوموړي وزارت ویاند امان الله ایمان وايي، چې که څه هم تېرکال په دې اړه خبرې شوې وې، خو کوم تصمیم ونه نیول شو او سږ کال هم د یونیفورم د بدلون په اړه کومه پریکړه نده شوې، دی زیاتوي.

د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، معارف او لوړو زده کړو کميسون غړی کمال ناصر اصولي وايي، چې که چېرې د ښځينه زده کوونکو لخوا د دوی د یونيفورم د بدلون په اړه کوم شکایت ورته وشي، نو دوی به بحث پرې وکړي، ولسي جرګې ته به یې وړاندې کړي او یونیفورم به ورته بدل کړي.

ځينې زده کوونکي ښوونځي ته اسلحې وړي!

خبره د رنګ وه، هغه یوه لنډۍ ده وايي چې:
سړی په رنګ نه سړی کیږي
سړی هغه دی چې یې خوی د سړي وینه

ښوونځي هم د ښوونې او روزنې ځایونه دي، چې استعدادونه او خویونه پکې روزل کیږي. خو ځینې زده کوونکي که په بکس کې له ځانه سره کتابونه ښوونځي ته وړي، نو ځینې بیا داسې هم شته چې چاقو، بوکس پنجه او حتی توپنګچې له ځانه سره ښوونځي ته وړي.

همداسې څه د یوه ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکی وحیدالله وايي. نصرت الله هم یو زده کوونکی ځوان دی، هغه د یوې پېښې کیسې کوي، چې یوه زده کوونکي په ښوونځي کې د ننه خپل مدیر په چاړه وهلی و، دی وايي چې اوس هم ځینې کسان له ځانه سره ځينې اسلحې راوړي.

نیازمحمد له کندهاره چکري کابل ته راغلی و، هغه دا خبره مني، چې ځینې زده کوونکي له ځانه سره ښوونځي ته توپنګچې او بوکس پنجې راوړي، خو وايي چې انضباطان یې تلاشي کوي او ترې اخلي یې.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان وايي چې که څه هم داسې پيښې پخوا ترسترګو کیدې خو دوی یې اوس مخه نیولې ده، خو زیاتوي چې باید کورنۍ هم په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

ایمان زیاتوي، چې د پوهنې وزارت د محافظت او مسؤنیت ریاست په ښوونځي کې دننه او له ښوونځي بهر د ښوونځیو نظارت کوي او د جرم د ترسره کیدو په صورت کې له دوی سره عدلي او قضايي ارګانونه مرسته کوي، دی د تیرکال د یوې پيښې یادونه کوي، چې زده کوونکو ښوونکو ته ګرنيټ وراچولی و.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:49 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG