د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۸

د اندام ښکلا ورزش


پوهیږو، چې انسان په خوراک او څښاک ژوندی دی او ورزش د انسان وجود ته ګټه رسوي او له ډیرو ناروغیو یې ساتي.

اوس مهال په افغانستان کې د بېلابېلو ورزشونو سلګونه کلپونه شته، د اندام ښکلا ورزش (باډي بلډينګ) کلپونه هم په کابل او ولایتونو کې ډير لیدل کیږي او د ګڼو ځوانانو د خوښې ورزش دی، د دغه ورزش کوونکي ځوانان غواړي، چې مټې یې غټې غټې او سينه یې راوتلې ښکاره شي، د وخت په تېریدو سره ورو ورو دې ارمان ته رسیږي، خو ځینې دغه هدف ته د زر تر زره رسیدو لپاره له مصنوعي لارې کار اخلي، ياني پروټين خوري، چې له سره یې سرسر ډیر وي.

میرافضل د اندام ښکلا ورزش کوي، دی هم پروټین کاروي او وايي، چې له دې سره مو عضلې زر وده کوي، ځکه چې په ترکيب کې یې د وجود لپاره ډیر ګټور خواړه شته.

د بدن د ښکلا د ورزش ځیني عکسونه:



په کابل کې د ګولډ جيم د اندام ښکلا کلپ استاد جبار هوتک بیا وايي، چې که چیرې پروټين د استاد په لارښوونه وخوړل شي، نو کوم زیان نلري او ځينې نورې لارښوونې هم لري.

د قوای مرکز په اریا مارکيټ کې چې بوش بازار یې بولي د پروټينو د خرڅلاو یوه دوکان ته ورغلم، ډول ډول ګولۍ او د پروټینو ډبي پکې ايښي وو، دوکاندار یې عبدالقاهر نبي زاده و، هغه ویل، چې پروټین کوم ضرر نه لري او له دوی یې ورزش کوونکي او د اندام ښکلا ورزش د کلپونو استادان وړي.

د عبدالقاهر نبي زاده دوکان ته یو دنګ هډور ځوان راننوت، له قوي مټو او راوتلې سينې یې ښکاریدل، چې له څو کلونو راهيسې باډي بلډينګ کوي، هغه د کوم بل څه پوښتنه له دوکانداره وکړه، خو زه پرې شکي شوم، ما ویل دی به هم پروټين خوري او که نه؟ هغه عتيق الله و، له دریو کلونو راهيسې باډي بلډينګ کوي، خو ویل یې چې هيڅ کله مې پروټين ندي کارولي، بلکې شیدې، خرما، هګۍ، کچالو، کیلې او ځينې نورې میوې خوري، چې طبيعي او ګټور خواړه دي.

احمدشکيب هم د اندام ښکلا ورزش کوي، هغه وايي، د دې لپاره چې عضلات مې زر جوړ شي، ډیره موده مې پروټين او ځينې پوډر وکارول، خو وروسته ناروغ شوم او پرې مې ښودل.

د بریتانیې هیواد د غذايي رژیم ټولنه BDA وايي، چې د پروټينو ډیر کارول بډوډي او ځيګر زیانمولی شي، چې د وخت په تېریدو سره یې جانبي عوارض رابرسیره کیږي. یو ډاکټر محمد عابد نصرت وايي، چې پروټين باید د شیدو او داسې نورو طبيعي خوړو په خوړلو سره تر لاسه شي، نه د هغو پروټينو په مرسته چې د پوډرو او یا د ګولیو په بڼه په بازار کې خرڅيږي.

ظریفه غفاري راتلوونکې سیاستمداره!

که څه هم اوس هم په افغاني ټولنه کې میرمنې یا د کور او یا د ګور بلل کیږي. خو په دې وروستیو کې افغانو میرمنو دا ثابته کړه، چې که کور په دوی بسیا دی، نو بیدیا هم بې له دوی تیاره ده. ظریفه غفاري هم هغه افغانه پيغله ده، چې بیدیا یاني له افغانستانه لرې په هندوستان کې زده کړې کوي.

هغه د هندوستان په پنجاب پوهنتون کې سیاسي علوم وايي، هلته یې د خپلې کوټې په یوه دیوال د خپل خوب تخت ته مخامخ لیکلي، چې (زه باید ډير درس ووایم!) دا وايي، چې زه د همدې هدف لپاره هلته تللې یم او دا کار مې مور راښودلی... نورې خبرې یې په دې مرکه کې واورئ.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:05 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG