د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

د الوتکې کوربنه!


یو وخت و، چې انسانان یوازې په خوبونو او نکلونو کې الوتل، خو وخت راغی، چې انسان د مرغه په څېر په الوتکه کې الوت کولای شي.

۲۲ کلنه وجیه همدل د اریانا افغان هوايي شرکت سره کار کوي، د دې هم له پرواز سره مینه وه، اوس یې کار په الوتکه کې مسافرو ته ښه راغلاست ویل، هغوي ته ځينې ضروري مالومات ورکول، له ځينو بیړنیو حالاتو خبرول او هغوي ته د خوړو رسول دي. لنډه دا چې الوتکه یې دوهم کور دی او دا یې کوربنه.

وجیه همدل مو د ټيلیفون له لارې پيدا کړه، د مرکې وخت او ځای مو سره مالوم کړ، سره پيدا مو کړل.

له رنګه غنمرګه او په ونه یوه جیګه نجلۍ وه، له پيژندګلوۍ وروسته یې کړه، چې له ماشومتوبه مې غوښتل د الوتکۍ کوربنه یانې Stewardess واوسم، دلته مې لا یو کال نه دی پوره شوی.

که هوا خرابه وي او یا چې کله الوتکه په وريځو ورګډه شي، نو ناڅاپه ښکته پورته کیږي او یو ډول لړزه کوي، نابلده کسان فکر کوي، چې الوتکه پريوځي، زه هم لومړی ځل په الوتکه کې له دې حالته ویریدلی وم، خو وروسته پوه شوم، چې د ډار خبره نه وه.

وجیه همدل وايي، چې زموږ یو کار همدغه دی، چې په ځینو بیړینو حالتونو کې د مسافرو زړه وساتو او هغوي ته داسې ښکاره کړو، چې د خطر کومه خبره نشته، هغه دهلي ته د خپل یوه سفر کیسه کوي، چې مسافر وارخطا شوي وو:

"ډهلي ته د یوه پرواز پر مهال، چې کله وريځو زموږ الوتکه د ځمکې خوا ته پورې وهله، نو د مسافرو رنګونه سپين اوښتي وو، ټول ډير وارخطا وو، خو موږ په ډیره خوږه او په موسکا ډاډ ورکاوه، چې هيڅ کومه خبره نشته او دا یو عادي حالت دی، چې زر به ختم شي، تاسې مه ويريږئ.

نو دا هم زموږ کار دی، چې باید دوي ته ډاډ ورکړو. کله چې دوي موږ داسې ډاډه او په خندا ګوري، او دا چې موږ لا هم لګیا یوو، چا ته ډوډۍ ورکوو، چا ته جوس او اوبه ورکوو، نو دوی هم زړه ور او راحت کیږي."


خو همدل د دوه ډوله بیړنیو حالاتو یادونه کوي، چې په یوه کې یې دوي د مسافرو د ژغورلو چانس لري خو په هغه بل کې نه:

"دوه بیړني یا د ایمرجنسي حالتونه لرو، چې یو پلان شوی حالت دی او بل غیر پلان شوی؛ پلان شوی حالت هغه دی، چې موږ له خطره او د الوتکۍ له سکوته څو شیبې وړاندې خبریږو، په هغه حالت کې موږ ۹۰ ثانیې وخت لرو، چې مسافر د محافظتي واسکټونو په مرسته له الوتکې روغ رمټ وباسو.

مثلاً که د بهر پر سر روان وو، نو موږ په دې توګه خپل مسافر ژغورلی شو. غیر پلان شوی حالت هغه دی، مثلاً یوه الوتکه ناڅاپه له غره سره ټکر کوي. نو په هغه حالت کې موږ نه له ځان او نه هم له بل چا سره کومه مرسته کولای شو، ځکه چې هغه یوه ډيره ناڅاپه پيښه وي."


وجیه همدل د ډیرو هېوادونو پر سر په الوتکه کې پرواز کړی، خو تر ترکیه یې په زړه ډیره وریږي، وايي کاش الوتکه مو هلته تر ډیره دریدای شوای، چې په ترکیه کې ګرځېدلې وای.

که څوک غواړي زما غوندې د الوتکۍ کوربنه شي، باید له دوولسم او یا له پوهنتونه فارغ واوسي، ونه یې لوړه او یا میانه واوسي، له اتلسو کلونو یې عمر لوړ او تروتازه باید واوسي، دا د Stewardess کیدو شرايط وجیې همدل راوښودل او بیا یې وویل، چې موږ یوازې کوربه توب نه کوو، بلکې ځینې عملي کارونه هم وينو او چانس لرو، چې د پيلوټۍ برخې ته راشو.

کتاب د چا ښه دوست دی؟

په الوتکه کې که څوک په خوراک او څښاک پام غلطوي، نو ځينې بیا هلته هم کتابونه لولي او مطالعه کوي، چا مخ ته کتاب نیولی وي او څوک په خپل کمپيوټر کې کار کوي.

مطالعه ذهن تیزوي او فکر پراخوي.

ځینې ځوانان اوس ولې مطالعه نشي کولی؟ د دې پوښتنې ځواب څو ځوانانو راکړی، څوک وايي، چې اوس د مطالعې
حوصله نه لري، څوک وايي، چې انټرنټ کې د ساعت تیرۍ ډيرې داسې لارې دي، چې اوسني ځوانان یې له مطالعې ويستلي دي، لکه فیس بک.

یو سپين ږیری حاجي نعمت ګل پرګنيز، چې له لیک، لوست او مطالعې سره ډیره مینه لري، د کابل په کتاب ښار کتابتون کې مې ولید، هغه که یو خوا اووسني ځوانان ملامتوي چې ولې مطالعه نه کوي، نو بلخوا د خپلې ځوانۍ د وخت کيسې او ارمان کوي، چې کاش دا اوسنۍ اسانتیاوې زموږ د ځوانۍ په وخت کې وای، چې ډيوې او د څوارلسم سپوږمي ته مو کتابونه لوستل.

هغه د چا خبره ټول انسانان خو یو ډول نه دي کنه. داسې ځوانان شته، چې اوس هم کتابتونونو ته ځي مطالعه کوي، له انټرنټه د خپلې خوښې کتابونه ډاونلوډوي او لولي یې. په افغانستان کې هم هر کال په ادبي، کلتوري، مسلکي او مالوماتي برخه کې ګڼ کتابونه چاپيږي، په لسګونو دولتي او شخصي کتابتونونه شته او جوړيږي، اصلاح کتابتون هم له هغو یو دی، د مختلفو علومو نږدې شل زره کتابونه لري، ګڼ ځوانان هلته د مطالعې لپاره ورځي.

د دغه کتابتون مسؤل مظهر الدین وايي، چې د دوی کتابتون ته زیاتره د پوهنتون محصلین ورځي او زیاتوي، چې د میرمنو لپاره یې يوه ورځ ځانګړې کړې ده، چې ځينې یې کورونه ته د مطالعې لپاره له ځانه سره وړي او ځينې یې همدلته لولي او نوټ اخلي.

په کابل کې د پامیر سینما په څنګ کې د کتاب ښار په نوم یو کتابتون دی، که څه هم هره ورځ سینما ته تللونکي ځوانان تر هغو ډير وي، چې کتاب ښار کتابتون ته ورځي، خو میراحمد یاد چې یو ځوان شاعر او لیکوال دی، هماغلته په کتاب ښار کې مې ولید، هغه د مطالعې د ارزښت په اړه وايي، چې که چېرې مو د یوې پر ځای څو ژبې زده وي، نو لا ښه، ډیره او ګټوره مطالعه کولی شو.

محمد ربي نبي زاده، چې د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي فارغ دی، وايي چې د مطالعې پر مهال باید يوه وړه کتابچه هم له ځانه سره وساتو، ځینې یاداښتونه واخلو او د کتاب ځینې ډیر ګټور ځايونه په نښه کړو، دی همدا راز وايي، چې د مطالعې ترمنځ لږه دمه او په یوه داسې ځای کې کیناستل چې مناسبه رڼا ولري، د ښې مطالعې لپاره ضروري کار دي.

اوریدلي به مو وي، چې (کتاب بهترین دوست دی) په دې هیله چې ډیر کتابونه د ځان ملګري کړو.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:55 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG