د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۹

په افغانستان کې د ژورنالیزم نصاب به معیاري شي

د امریکا د سولې او جګړې انستیتوت د افغانستان په پوهنتونو کې د ژورنالیزم د زده کړو د معیار لوړولو د روانو هڅو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د سولې او جګړې انستیتیوت وايي، په افغانستان کې د سولې او جګړې د انسټیټیوټ دفتر بېلابېل روزنیز پروګرامونه، کنفرانسونه او کورسونه جوړوي ترڅو په دې هېواد کې د ژورنالیزم د زده کړو لپاره نصاب معیاري شي.

اول وار په کابل کې د اپریل له نهه ویشتمې د می د میاشتې تر لومړۍ د افغانستان د پینځو دولتي پوهنتونو د ژورنالیزم د فاکولتو د رییسانو او استادانو ترمنځ د خبرو او بحث لپاره غونډې وشوې.

په دې بحثونو کې د افغانستان د عالي تحصیلاتو د وزیر مرستیال محمد عثمان بابري هم برخه درلوده.

په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او خوست کې د ژورنالیزم پوهنځي د افغانستان د ژورنالیزم د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې له څلورو امریکايي پوهنتونو سره کار کوي.

د ژورنالیزم د عصري کولو لپاره د ګډو هڅو دا پروګرام د امریکا د سفارت په مالي مرسته ترسره کیږي.

دواړو خواوو د ژورنالیزم د تدریس پر میتودونو، نویو سرچینو او معلوماتو او په دې ارتباط د ګډو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه بیا د هغو افغانانو په اړه چې په تیرو څو کلونو کې یې د امریکايي ځواکونو په اډو کې دندې ترسره کولې یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: په افغانستان کې د امریکا یوولس کلن ماموریت د ډیرو افغان کارګرانو لپاره ښه موقع وه ځکه زرهاوو کسانو ته یې په دې مرکزونو کې د ترجمانانو، تخنیکرانو او ډریورانو په توګه د کار زمینه برابره کړې وه.

خو اوس دا مرکزونه تړل کیږي، وسایل یې لیږدول کیږي، امریکايي ځواکونه د راتلونکي کال تر پایه وزي او دې افغان کارګرانو ته نوره اړتیا نه وه.

د ورځپاڼې په وینا، د مسالې د اقتصادي تاوان ترڅنګ بله ستونزه دا ده چې هغه افغان تخنیکران چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ کیدلای شي.

دې افغانانو چې امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په مرکزونو کې یې کار کاوه په دوامدار ډول د طالبانو له خوا جدي ګواښونه تر لاسه کړي دي او د ډيرو کورونو ته حتی شب نامې ور غورځول شوې دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو شمېر افغان ترجمانان ان وژل شوي هم دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG