د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

"ناټو باید په افغانستان کې د خپلو بریاوو د ساتلو لپاره مبارزه وکړي"


په اروپا کې د ناټو نوی قومندان وايي، د دې تړون غړي هېوادونه باید په افغانستان کې خپلې هڅې کمې نه کړي.

امریکايي جنرال فلیپ بریدلوف پرون وویل، افغانستان اوس هم د ناټو لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب لري.

د جنرال بریدلوف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نوموړې د ناټو د عمومي قومندانۍ مسولیت پر غاړه واخیست.

په اروپا کې د ناټو نوی قومندان وايي، چې د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې خپلې هڅې کمې نه کړي.

جنرال فلیپ بریدلوف چې د څلورو ستورو لرونکي امریکايي جنرال دی پرون وویل، د ناټو غړي باید دا ماموریت د مهم ماموریت په توګه په پام کې ولري.

د جنرال بریدلوف په وینا، د دې ماموریت په لاره کې سختې ستونزې شته چې ناټو باید پرې برلاسې شي.

دې امریکايي جنرال په حاضر وخت کې د افغانستان د ماموریت اهمیت ته هغه مهال اشاره وکړه چې؛ د بل امریکايي جنرال اډمیرل جان ستاوریډیس څخه یې په اروپا کې د ناټو قومنداني پرغاړه اخیسته.

نوموړی افغانستان د تر ټولو مهم لومړیتوب په توګه یاد کړ او ویې ویل ناټو باید په افغانستان کې د لس کلنو بریاوو د ساتلو لپاره مبارزه وکړي.

په داسې حال کې چې؛ په افغانستان کې میشت د ناټو سرتیري د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې په افغانستان کې د ماموریت د پای ته رسولو او له دې هېواده د وتلو چمتوالي نیسي، په اروپا کې د ناټو نوی قومندان وايي، په بریالیتوب سره افغان لورې ته د مسولیتونو انتقال به له ستونزو سره یو ځای وي او ددې پلان د عملي کولو لپاره قوي هوډ اواستثنايي مشرتوب پکار دی.

جنرال بریدلوف اوه پنځوس کلن دی، نوموړې په افریقا او جرمني کې د ناټو د هوايي قومندانۍ په مرکز کې د امریکا د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه دندې ترسره کړي دي.

نوموړی پرون په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې وویل، هغه څه چې موږ یې توان نه لرو دا دي چې په افغانستان کې د وضیعت د بدلون وروسته ارام کینو او لوی لاس ته راوړنې او ژمنې له لاسه ورکړو.

نوموړی همدارنګه د ناټو د ظرفیتونو زیاتولو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ددې تړون غړي هیوادونه باید له شتو ستونزو سره په ماهرانه ډول چلن وکړي څو باوري شي چې د ناټو متحدین پیاوړي او مؤثر دي.

په اروپاکې د ناټو قومندان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو امریکايي قومندان ویلي وود طالبانو سره په جګړه کې بریالي شوې دي.

د جنرال جوزیف ډانفورډ په وینا یو شمیر ارزونو ته په پام حقیقت دا دی چې امنیتي وضیعت په ټول افغانستان کې ښه شوی دی.

په ناټو کې امریکايي جنرال افغانستان ته د پاملرنې د ساتلو غږ په داسې حال کې کوي چې افغان حکومت له امریکا او د ناټو له نورو غړیو هیوادونو بیا بیا غوښتنه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په سنبالښت او تجهیز کې دې له خلاص لاسه کار واخلي په ځانګړې توګه د افغانستان هوايي ځواک دې پیاوړی کړي.
XS
SM
MD
LG