د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۸

"د موبایل د شبکو مسجونو پوزې ته راوستي یو"

موبایل یا ګرځنده ټیلیفون څلویښت کاله مخکې په دې مقصد رامنځته شو چې د خلکو ستونزې حل کړي، اسانتیاوې رامنځته کړي، خو له بده مرغه په ځینو هېوادونو لکه افغانستان کې کله کله سم نه کارول کیږي، له یوې خوا ځینې کسان د موبایل له لارې خلک زوروي وخت نا وخت زنګ وهي، له بله پلوه دستګاه یا شبکې هم دومره مسجونه کوي او زنګونه وهي چې د ځینو کسانو په قول خپل ګډون کوونکی یې پوزې ته راوستلي.

ځینې کسان بیا په یوه ټیلیفون کې دوه یا له دوو زیات سیم کارته هم لري، هغوي ته نو بیا بې شمېره مسجونه راځي، د لغمان اوسیدونکی محمد رفیق وایې کله خو یې د شبکو مسجونه دومره غصه کړي چې وایې موبایل په ځمکه وولي.

لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:08 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG