د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

"د ګوشتې دروازه لاهم د پاکستاني ځواکونو په واک کې ده"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو بیا هم د بېلابیلو موضوعاتو ترڅنګ د خپلو ګنو زیاته برخه د ګوشتې موضوع ته ځانګړې کړې دي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو سره د سرحدي ځواکونو د یوه قوماندان له خولې لیکلي؛ د ګوشتې دروازه لاهم د پاکستاني ځواکونو په واک ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي سیمه ییز چارواکي او د سرحدي پولیسو مسوولین په ګوشته کې د پاکستان د پوستو د څرنګوالي په اړه سم معلومات نه ورکوي.

د روځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي، که چېرې د افغان دولت دغه مساله ګونګه پرېږدي، نوبیا به هغه ادعاوې ثابتې کړي، چې په ډیورنډ کرښه کې یوشمېر سیمې پاکستان ته پرښودل کیږي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د یوې امنیتي سرچینې له خولې لیکلي؛ پاکستاني عسکرو په ګوشته کې د دروازې رغونه پیل کړې.

ورځپاڼه لیکي، په دې اړه له لوړ پوړیو افغان چارواکو سره خبرې شوې، خو غبرګون یې نه دی ښودلی.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د قاسم خان له وینو سره خیانت.

د سرمقالې لیکوونکي د معلوماتو له مخې ویل کیږي چې؛ له پاکستانیو ځواکونو سره په نښته کې افغان سرحدي پولیسو له ملي اردو څخه مرسته غوښتې؛ چې غوښتنه یې نه وه منل شوې.

د لیکوال په باور دغه راز په افغان دولت کې په دې تړاو اختلاف رپوټونه هم ورکړل شوي دي او ویل شوي چې، د دفاع د وزیر په ګډون په دولت کې د یوې ځانګړې ډلې کسان له دې نښټې سره مخالف وو او ان له دې وړاندې یې په همدې تړاو د ولسمشر حکم نه و منلی.

د لیکوال په اند، دا خو یوه ستره بې غوري ده او که همداسې دوام کوي، دا نه یوازې د قاسم خان له وینو سره خیانت دی؛ بلکې دا د افغانستان د خلکو له ارزښتونو، احساساتو او د افغانستان له ځمکني بشپړتیا سره هم خیانت دی.

خدمتګار:

بلې خپلواکې ورځپاڼې خدمتګار په خپل لومړي مخ کې د ولسي جرګې د غړیو له خولې لیکلي پاکستان د درې اړخیز قرارداد له مخې مخکې راغلی.

یادې ورځپاڼه لیکلي، هغه وخت چې عبدالرحیم وردګ د دفاع وزیر، بسم الله محمدي لوی درستیز اوجنرال مک کرېسټل سره وه، دوی درې واړو په تورخم کې له پاکستاني لوري سره یوه قرارداد لاسلیک کړ چې؛ له مخې یې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته راننوتل.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې مشرانو جرګې خبرې راخیستې چې ویلي یې دي؛ کابل باید د یورنډ د کرښې مساله د خپل حق په توګه ملګرو ملتونوته وړاندې کړي.

یاده ورځپاڼه لیکي د افغانستان په ختیځو ځنډو کې د کرښې دې غاړې ته پاکستانیانو د خپل نفوذ په هدف هلې ځلې پیل کړې او د دغو سیمو پر اوسېدونکو یې خپل شناختي کارتونه هم ویشلي دي.

محور:

محور خپلواکه ورځپانه د ګوشتې په موضوع کې له ځینو افغان رسنیو نه ګیله لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارښتنه کوي؛ باید هغه رسنۍ وپوښتي، چې په همدې ورځو کې هم د ملي یووالي پرضد خپرونې کوي.

هېواد:

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي افغان ولس د ډیورنډ کرښې په باب خپل دریځ نه بدلوي.

چمتوکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG