د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ننګرهار ولايت


په خوګياڼي ولسوالۍ کې يوه ماشومه
په خوګياڼي ولسوالۍ کې يوه ماشومه
د دغه ولایت د والي ویندوی احمدضیا عبدالزی او د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری مو مېلمانه دي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو مهم او لوی ولایت دی. دا ولایت د نفوسو د شمېر له نظره هم د افغانستان یو له دوو یا درو سترو ولایتونو څخه دی.
ننګرهار نه یوازې د خپل خاص اقلیمي وضعیت له کبله مهم زراعتي ولایت دی بلکې د تعلیم او زده کړې په برخه کې هم مخکښ دی.
له کابله وروسته په افغانستان کې دوهم پوهنتون په ننګرهار کې جوړ شوی.
په ژمي معتدلې هوا او د کابل او پېښور ترمنځ موقعیت هم دې ولایت ته خاص مقام ورکړی دی.
ننګرهار په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د افغانستان یو نسبتاً امن ولایت حسابېده او د امن په برکت په دغه ولایت کې د بیارغونې او پرمختګ ځیني مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
خو اوس ویل کېږي چې د دغه ولایت امنیت هغسي نه دی چې یو یا دوه کاله پخوا و. د ولایت د مقام پر سر جنجالونو هم د ننګرهار پر سیاسي فضا سیوری غوړولی دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:50:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG