د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۱

پریده چې دا سپينې مرغۍ والوځي!


يوه ښکاري راته ویل، ښه ښکاري هغه دی، چې ښکار وپيژني او د ښکار وخت وپيژني، وخت نا وخت یا د وړو مرغانو او ځينو ژویو ښکار کول د هغوی نسل له منځه وړي.

په نننۍ تاندې څانګې کې راسره ځینې داسې ځوان ښکاریان هم غږیدلي، چې د مرغانو د نسل ګیرۍ او بچیو وخت پيژني او داسې هم چې یوازې د ښکار له غوښې سره یې کار دی. نه ووړ ګوري نه زوړ بس ولي یې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:39 0:00
مستقیم لېنک


په سپرلي کې د هر چا زړه هوس کوي، د ګلونو له غوړیدو سره زړونه هم غوړيږي او د مرغانو خواږه غږونه داسې یوه موسیقي جوړوي، چې خوند یې په سندرو کې نه پيدا کیږي.

زړونه دي، څوک به د مرغۍ له غږه خوند اخلي او څوک یې له غوښې. هدف مو ښکار دی همځولو.

ښکار له پخوا زمانو رواج دی، څوک د مرغانو ښکار کوي، څوک د هوسیو، سویو او ځینو نورو ژویو، څوک یې په ټوپک ولي، څوک یې په غولکه ولي او څوک یې په جال کې نیسي.

که ریښتیا درته ووایم، نو چرګه هم نه رانه حلالیږي او قصابان چې کوم څاروی حلالوي پټ ترې تیریږم، خو ښکار او حلاله هم هرڅوک نشي کولی، ښايي د ښکاریانو زړونه به غټ او کلک وي، یو ځوان جان آغا وايي، چې د ښکار کولو په وخت څوک نه د مارغه د بچیو په غم کې وي او نه یې د هګیو، بس له خپل شوق او ښکار سره یې کار وي.

خو ګلاجان ځان مسلکي ښکاري بولي، هغه وايي، چې ښکار خپل وخت لري، باید هيڅوک هم بې وخته ښکار ونه کړي، هغه خپله هم د مرغیو د بچیو او هګیو یاني نسل ګیرۍ وخت پيژني او ښکار نه کوي، وايي چې وبال لري او نسل یې له منځه ځي.

بشیر په کابل کې د ښکاري ټوپکو دوکان لري، دی د ځینو ښکاري ټوپکو په اړه مالومات راکوي او دا هم وايي، چې ښکار خپل وخت لري او باید داسې څه ښکار کړای شي، چې له غوښې یې ګټه واخيستلی شي، نه دا چې هر څه په مخه ورشي ښکار یې کړي.

اوس مو نو که ښکار کاوه، دا خبره له یاده مه باسئ، ښايي هغه مرغۍ چې تاسې یې ښکاروئ، په خپله ځاله کې یې څو واړه بچي په دې تمه وي، چې مور به یې یو څه خواړه ورته راوړي، خو خبر به نه وي، چې هغه پخپله خوړل شوې. نو ښه ده، چې د ښکار وخت وپيژندل شي.


د ځوانانو راډیو:

هر څه پخپل وخت خوند کوي او له وخته چې چا ګټه اخیستې بریالیتوب یې په برخه شوی. زموږ تاندې څانګې خپرونې په څېر به ښايي تاسې د ځوانانو ګڼې خپرونې اوریدلي وي، د ځوانانو ټولنو او روزنيزو مرکزونو په اړه به مو اوریدلي وي، چې له ورځې تر بلې نوې ټولنې رامنځ ته کیږي، د ځوانانو حرکتونه رامنځ ته کیږي او ځوانان هم له نیکه مرغه لګیا دي، د پخوا په پرتله یې د لیک لوست، لوبو، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولینزه برخه کې هم ګڼې لاس ته راوړنې درلودلي.

اوس افغانې نجونې هم تر هلکانو وروسته پاتې ندي، که کله په کانکور کې تر ټولو لوړې نمرې اخلي، نو کله یې بیا د لوبو له میدانه هم د سرو زرو هار په غاړه کې راوړی. په دې وروستیو کې د ژورنالیزم یا خبریالۍ په برخه کې هم چټکې روانې دي.

دا اوونۍ یوې داسې راډيو ته ورغلی وم، چې که یو خوا د ځوانانو وه، نو بلخوا یې ټولې کارکوونکې نجونې وې، لومړۍ خبرې مې چې له چا سره وکړې، هغه حسنه حیات وه، چې ځینې ورزشي او ادبي خپرونې جوړوي.

د راډيو په دفتر کې د کمپيوټرونو شا ته نجونې لیدل کیږي، څوک د خپرونو تخنیکي کارونه کوي، څوک یې په سټوډیو کې ثبتوي او څوک له بهره د خلکو مرکې راټولوي، پښتنه شینوارې هم د یوه کمپيوټر شا ته ناسته وه، چې له اتو میاشتو راهيسې له ځوانانو راډیو سره کار کوي، یوه لنډه مرکه مې ورسره پېل کړه، ورنه مې وپوښتل چې کارونه دې هسې له سره تیروې او که په مینه یې کوې او خوند ترې اخلې، دې وویل، چې ډیر په مینه خپل کارونه کوي او هماغه کار سر نيسي، چې په مینه وشي او خوند ترې واخيستل شي.

(ستړې مشئ) دا د هیلې ارزو د یوې خپرونې نوم دی، هیله ارزو د دې خپرونې ترڅنګ د فیشن په اړه هم یوه خپرونه جوړوي، هغه ادبیات وايي، خو ژورنالیزم یې هم خوښیږي.

ارزو وايي، چې یوه ښه روزنیزه خپرونه هغه ده، چې یو پروډیوسر یا چمتو کوونکی یې یوازې یوه ستونځه راونه سپړي، بلکې د حل یوه مناسبه لار هم ورته پيدا کړي.

د دې راډیو مسؤله سهیلا محسني وايي، چې د دې راډیو جوړولو څخه یې هدف ځوانانو ته د ښو روزنيزو خپرونو جوړول او په ځانګړي ډول نجونو ته په یوه ارامه فضا کې د کار کولو زمینه برابرول وو.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:39 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG