د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ولې زده کوونکي د خپلو ښوونځیو له وسایلو سره بې احتیاطي کوي؟


د پوهنې وزارت مسوول کسان وایي، چې دوی هر کال په لس ګونو زره مات میز او څوکۍ جوړوي، خو د کال په پای کې له هغو سره نور نوي میزونه او څوکۍ هم ماتې شوي وي؛ له دې ستونزې سره یوه بله بیا دا وي چې، زده کوونکي په دیوالونو، دروازو او میز څوکیو باندې لیکل هم کوي چې دا کار یې د ښوونځي د ناپاکۍ لامل کیږي .

په کابل کې عبدالهادي داوي هم هغه ښوونځی دی چې؛ هر کال زده کوونکي ډېر میزاو څوکۍ په کې ماتوي او هرځای چې په مخه ورځي خط په کوي.

د ښوونځیو مسوول کسان هم له دې نه شکایت کوي چې؛ کورنیو خپل ماشومان په دې نه دي پوه کړي چې؛ کله ښوونځي ته ځي نو ورانی دې نه کوي.

سرمعلم غلام محمد وایي، چې موږ زده کونکو ته وایو چې، که میز څوکۍ ماتې کړي، لیکل پرې وکړي، تاوان یې بېرته دوی ته رسیږي، خو د کورنیو همکاري هیس نشته که هغوی هم خپلو اولادونو ته نصیحت وکړي دا ستونزه کمیږي.


لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:38 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG