د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

موبایل تر ډيرو ځوانانو مشر دی!


زه او زما ټول همځولي له موبایله کشران یوو، ځکه چې موبایل د روانې میاشتې د اپريل پر ۳ نیټه خپله څلويښت کلني پوره کړه.

موبایل یا (ګرځنده ټلیفون) د ۱۹۷۳ میلادي کال د اپریل پر ۳ نیټه د موټورولا کمپنۍ یوه اینجینر مارټين کوپر له خوا په نیویارک کې جوړ شو، چې په بترۍ چلیده، لس انچه اوږد او وزن یې تر یو کیلو زیات و.

لس ساعته باید چارج شوی وای، چې ۳۵ دقیقې خبرې ورباندې وشي. په لومړیو وختونو کې یې بیه ۲۳۰۰ او ۲۵۰۰ ډالرو تر منځ وه، خو د وخت په تېریدو سره موبایل ورو ورو وړوکی شو او د کیمرې، غږ ثبتولو، ایس ایم ایس لیږلو، بلوټوټ او د انټرنټ اسانتیاوې هم پکې رامنځ ته شوې.

چې موبایل نه و، نو خلکو به د یوه پیغام رسولو یا د خپلو خپلوانو حال احوال اخیستو لپاره شپه ورځ مزلونه کول، یا به یې لیکونه لېږل او یا به یې مسافرو ته په ټيپ ریکارډ فیتې ثبتولې او د یو چا په لاس به یې ورلېږلې، چې په رسیدو به یې ډير وخت اوښت، فضل ولي د خپلې مسافرۍ کیسه کوي، چې کور ته به یې لیکونه لیږل، وايي، چې موبایل دا اوږدې فاصلې ډیرې رالنډې او چټکې کړي دي.

د مخابراتو وزارت د ملوماتو له مخې موبایل نږدې ۱۰ کاله پخوا افغانستان ته راغلی او په هماغه کال یې افغان بیسیم او روشن کمپنیو ته د فعالیت جواز ورکړی.

څلويښت کاله ډیر وخت دی، لومړنی موبایل که یو خوا دروند او لوی و، نو بلخوا قیمته هم و، چې د هر چا جېب یې د اخیستو زور نه درلود، خو اوس ځوانان د یوه موبایل په ځای دوه دوه، درې درې موبایلونه ګرځوي، هم سپک شوي، واړه شوي او هم یې قیمتونه هغومره لوړ ندي پاتې. همایون هغه ځوان دی، چې په دوو موبایلونو کې درې سیمکارته ګرځوي.

آی فون او ګلیکسي د موبایلونو هغه موډرن ډولونه دي، چې په دې وروستیو کې یې مارکيټ ګرم دی، ګڼ ځوانان غواړي، چې په لاس کې یې د آی فون یا ګلیکسي تازه راغلی موبایل واوسي، شاه زیب وايي، چې سنګ پای خو هيڅ موبایلونه نه وو، راشه آی فون ته، چې هم موبایل دی او هم کیمره. دی زیاتوي، چې کله کله ملګري یو بل پکې ځوروي هم.

ابراهیم خان د موبایلونو سافټ ویر اینجینر دی، دی وايي، چې موبایل اوس په یوه ګرځنده کمپيوټر بدل شوی دی، چې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې یې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي، څوک یې په مرسته زده کړې کوي، څوک تجارت، څوک تفریح او څوک حتی د موسم او هوا حالات په کې څاري.

په پخوانیو ساده موبایلونو کې د مار یوه لوبه وه، چې مار به دې په دانو پسې ګرځاوه او نمرې به دې اخیستې، که مار به له دیوال سره ولګید، نو لوبه به پای ته ورسیده، خو اوس پکې د کرکټ، فوټبال، د موټرو سیالي او ځینې نورې جنګي لوبې لکه د ویډيوګیم پکې ترسره کیږي، موبایل که ځينې په ګیمونو عادت کړي، نو ځینې یې بیا د ايس ایم ايس په لیږلو اموخته کړي دي، يوه پیغله هویده وايي، چې هره ورځ خپلو ملګرو ته له سلو تر یونیم سلو مسيجونه کوم.

که یو خوا موبایل د خلکو تر منځ فاصلې لنډې کړي، نو بلخوا یې ناسمې کارونې د ډیرو زړونو تر منځ فاصلې او کرکه هم پيدا کړې.

ځوان شفیق الله د یوې داسې ویډيو کیسه کوي، چې د موبایل په مرسته کوم چا په یوه واده کې کړې وه، خو هغه بیا د انټرنټ له لارې تر یوټيوبه ورسیده، په ښار کې عام شوه او دوه کورنۍ یې په دوښمنۍ سره واړولې.

شفیق الله زیاتوي، چې د ځینو مزاحمتونو تر څنګ، چې د شپې لخوا خلکوته له ناپيژانده شمیرو زنګونه، مسکالونه او پيغامونه ورځي، نو کله کله ځينې خلک نور تیرباسي او خطاباسي هم.

کله چې موبایلونه نه وو، نو که نقل مو کړی وي، حتماً به مو د کاغذ په وړه پرزه لیکلی وي، خو فرزانه امرخیل مو بیا له ماډرن نقله خبروي، چې د موبایل په مرسته یې ځينې زده کوونکي کوي، هغه وايي، چې دا او دې ته ورته ستونځې موبایل نه، بلکې زموږ ناسمې کارونې راپيدا کړي دي.

په ښوونځیو کې په ځانګړي ډول د ازموینو پر مهال هيچا ته د موبایل کارولو اجازه نشته، خو څه وايي چې (د روږدي زړه اوږد وي)، یا د رحمان بابا خبره:

علت لاړ شي، عادت نه ځي له سړي نه

یو بل متل دی، وايي چې که غر لوړ دی، نو په سر یې لار شته. که څوک مو پازابوي، بې وخته درته زنګ او یا مسیج کوي، نو بیا هم د موبایل سافټ ويئرایجنر ابراهیم خان لار راښيي، چې په موبایلونو کې د black list یا تور لیست په نوم یو داسې څه شته، چې د مزاحم مخه نیسي.

دا خو یې پخپله د موبایل له لارې مخنیوی شو، یوه بله لار هم لري، چې مزاحم بې سزا پاتې نشي، هغه لار د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د بورد مرستیال انجینر خیرمحمد فیضي راښيي، دی وايي، چې که څوک مو ځوروي نو ۹۹۹ شمیرې ته زنګ ووهئ، نور نو موږ پوه شه او کار مو.

فیضي زیاتوي، دوی د دې لپاره چې خلک له موبایله ناوړه ګټه وانخلي او څوک ونه ځوروي، د عامه پوهاوي ځینې پروګرامونه په پام کې لري.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبه او دوشنبه له ازادۍ راډیو خپریږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:56 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG