د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

کاپيسا


کاپیسا د کابل د شمال ختیځ په 75km کې پروت ولایت دی،1842 km2 مساحت لري او نفوس یې نژدې 365 زره اټکل کېږي، اټکل ځکه کېږي چې په افغانستان کې تراوسه د وګړو رسمي احصاییه نه ده اخیستل شوې.
کاپیسا د اوبو پراخې سرچینې او شتمنې طبیعي زېرمې لري. د دې ولایت یوه مهمه شتمني د ګلبهار د نساجۍ فابریکه ده چې یووختې د هېواد له ډېرو سترو تولیدي فابریکو څخه وه.
د کاپیسا د خلکو عمده عواید کرنیز محصولات او باغونه دي. دلته په زیاته اندازه غنم، کچالو او پیاز کرل کېږي او د انګورو، انارو، مڼو، زردالو، بادام او نورو مېوو باغونه لري. خو د امنیتي ستونزو او د دې ولایت د موقعیت له وجې اکثرا کروندګر او باغ لرونکي نشي کولای خپل محصولات په مناسبه بیه مناسب بازار ته وړاندې کړي. په نننۍ خپرونه کې د دې او نورو ستونزو په اړه له چارواکو او تاسو درنو اورېدونکو سره خبرې کوي.
په خپرونه کې د کاپیسا والي محراب الدین ساپی او د ولایتي شورا رییس محمدحسین سنجني راسره دي او د دې ولایت د خلکو د عمده ستونزو په اړه ستاسو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وايي.
ستاسو پرځای پوښتنې او رغنده نظریې نه یوازې له چارواکو سره د چارو په ښه پرمختګ کې مرسته کوي بلکې دا خپرونه هم په زړه پورې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG