جمهور رئیس حامد کرزي او د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په روانې اوونۍ کې په ټيلفونې خبرو کې په افغانستان کې د ازادو، عادلانه او شفافو انتخاباتو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د جمهور ریاست په اعلامیې کې ویل شوي، چې جمهور رئیس کرزي د امریکا له مشر سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې به کورنیو کړیو او بهرنیو هېوادونو ته د مداخلې اجازه ورنکړي. خو د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کی راغلي چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي له بارک اوباما سره په ټيلفونې خبرو کې یو ځل بیا د جمهوري ریاست د انتخاباتو له پراخې عملیې څخه د خپل ملاتړ پخلی وکړ او دواړو مشرانو ومنله، چې په افغانستان کې آزاد، عادلانه او با اعتباره انتخابات به د دې هېواد د راتلونکي او له افغانستان سره د نړیواالې ټولنې د مرستو د دوام کې لپاره ډېر مهم وي.
دا چې ولسي جرګه به کله او په څه ډول د انتخاباتو قانون تصویب کړي او د خپلواکه کمیسیون په تشکیل او صلاحیتونو به څه ډول توافق شوي؟
که د ولسې جرګې ځیني وکیلان په اداري فساد کې ښکیل وي، دا به د قوانینو په تصویب څه ډول اغیز وکړي؟ دا او نورې پوښتنې به درانه میلمانه په خپلو څرګندونو کي ځواب کړي.